هلمند کې د ولسمشر غني په غونډه توغندي لګیدلي دي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

هلمند کې د ولسمشر غني په غونډه توغندي لګیدلي دي – افغان وطن

نن سهار افغان ولسمشر اشرف غني په یو نا څاپي سفر هلمند ولایت ته تللی ده، په دې اړه له ارګ څخه خپره شوې ورځپاڼه کې راغلي چې ولسمشر په پام کې لري چې په دغه ولایت کې د دوو تنو وژل شویو نوماندانو له کورنیو سره هم غمشریکي وکړي

هلمند ته د افغان ولسمشر له رسیدو سره سم وسلوالو طالبانو په دغه ښار د توغندیو برید وکړ

وسلوالو طالبانو ویلي چې د افغان ولسمشر له رسیدو سره سم یې ددغه ولایت په ودانۍ ګڼ شمیر توغندي توغولي او زیاتوي چې توغندي یې په هدف لګیدلي

بل لور ته د هلمند د والي ویاند عمرځواک رسنیو ته ویلي چې د افغان ولسمشر له را رسیدو سره سم د وسلوالو له لوري په دغه ښار درې توغندي توغول شوي خو مرګ ژوبله نلري

په لومړي سر کې د هلمند چارواکو ویلي وو چې توغندي نه وو بلکه په یو کور کې دیګ بخار چاودنه شوې ده خو وروسته دا خبره دروغ شوه

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *