د امریکا په ﭘﻨﺴﻠﻮﺍﻧﯿﺎ ﺍﯾﺎﻟﺖ کې د برید پر مهال ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه سيمه او نړۍ

د امریکا په ﭘﻨﺴﻠﻮﺍﻧﯿﺎ ﺍﯾﺎﻟﺖ کې د برید پر مهال ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده – افغان وطن

د امریکا د ﭘﻨﺴﻠﻮﺍﻧﯿﺎ ﺍﯾﺎﻟﺖ پولیسو ویلي چې یو بریدګر په دې ایالت کې د یهودانو یوې عبادتګاه ته نږدې ډزې کړې دي چې له امله یې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

امریکایي تلویزیون ”سي ان ان“ ته خبرې منبعو ویلي چې پدې بیښه کې څلور تنه وژل شوي او ډیری نور ټپیان دي، خو بل پلو د ﭘﻨﺴﻠﻮﺍﻧﯿﺎ ﺍﯾﺎﻟﺖ ﻣﻘﺎﻣﺎت د مرګ ژوبلې په اړه کره شمیره نده په ډاګه کړي.

دا پیښه د ﭘﻨﺴﻠﻮﺍﻧﯿﺎ د ﭘﺘﺴﺒﺮګ په ښار کې “Tree of Life د ژوند ونه” په نامه د یهودو عبادتګاه ته نیږدې را منځته شوي ده.

په پیښه کې دري پولیس هم په ډزو لګیدلي دي، په اخره کې بریدګر ځان امنیتي مقاماتو ته سپارلی دی.

د دې پیښې په تړاو ډونلډ ټرمپ په ټویټر کې په خپل ټویټ کې لیکلي چې پیښه څاري او له خلکو یې غوښتي چې د ځان امینت ته توجه وکړي.

هیره دې نه وي چې تر اوسه د دې پیښې هویت ندی څرګند شوی چې د چا لخوا او ولې ترسره شوي ده.

آرمل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *