عطامحمد نور ته د ګلبدین حکمتیار پیغور – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

عطامحمد نور ته د ګلبدین حکمتیار پیغور

څه ورځې مخکې د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور له اریایانا نیوز تلویزیون سره په خبرو کې ویلي وو چې که په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه یې په مخ کې خنډ نشي نو په درې ورځو کې به د ارګ ماڼۍ ونیسي

د عطامحمد نور او د ملي وحدت حکومت تر منځ له ډیر پخوا راهیسې ژور اختلافات موجود دي چې وخت ناوخت یو د بل پر ضد توندې ژبې کاروي

خو دا ځل د حزب اسلامي پخواني مشر ګلبدین حکمتیار د عطامحمد نور د خبرو پر وړاندې غبرګون ښودلی

حکمتیار چې حکومت سره تر یو ځای کیدو وروسته وخت ناوخت د جمهوري ریاست په ملاتړ څرګندونې کوي دا ځل یې هم د اریانا نیوز سره په مرکه کې د ملي وحدت حکومت ننګه کړې ده

حکمتیار د عطانور د خبرو په ځواب کې ویلي چې که عطانور رښتیا هم دومره تکړه وي چې په درې ورځو کې د ارګ ماڼۍ نیولی شي نو مهرباني دې وکړي د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ دې له طالبانو ونیسي

نوموړي زیاته کړې چې که په درې ورځو کې صرف د چمتال ولسوالۍ هم له طالبانو ونیسي نو دا به یې غټ کار کړی وي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *