اسلامي روزنه؛ انساني قضيه او د نن نړیوال ضرورت! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اسلام

اسلامي روزنه؛ انساني قضيه او د نن نړیوال ضرورت! – افغان وطن

لیکوال: عبدالصمد شاکر

په عامه توګه په انساني جامعه باندې د بربريت او وحشتونو راتګ، ترخې ناخوالې چې اسلامي ټولنه یې ګالي، د انسان په انسان باندې ظلم او ستم، د بډایه دولتونو کمزوریو دولتونو ته احتکاریدل دا ټول هغه څه دي، چې د اسلامي تربیې د نه شتون او له انساني فطرت او طبیعت څخه د انسانانو د انحراف له امله را پیدا شوي دي.

اسلام یو الهی منهج او پخپل ذات کې پوره قانون دی، سلیم انساني فطرت ته تر ټولو غوره دین دی، څښتن یې په دې خاطر نازل کړی دی، چې انساني ټولنه یې په خپلو سره ورباندې ښکلي او په ځان بسیا کړي، چې بشري ټولنه به په دې کار سره وکولای شي، چې د زمکې پر مخ غوره ټولنه وګرځي، الهي عدالت په په بشري ټولنه کې پلی او د هغه چا خدمت به وکړي، چې الله ورته په ګیردـ چاپير ماحول کې تسخیر کړي دي.

موږ ولیدل هغه خلک چې اسلامي روزنه یې نه ده تر لاسه کړي ؛ بلکې د دې برخلاف روزل شوي دي، په هغوی چې څومره خوارۍ شوي دي، د هغوی د روزلو لپاره نوې ـ نوې مدرسې او جامعي جوړې شوي دي، د غربي فلسفې د زده کړو مرکزونه را منځته شوي نتيجه یې انسانیت ته زیان او د بشریت له منځه وړل ثابت شوي دي.

د اروپا د منځنیو پیړیو تاریخ، له هغې وروسته نورې بشريت ضد تاريخي پيښې ، د فرانسې تاریخ، د انګلستان تاریخ، د امریکا تاریخ، لومړی جنګ جهاني، دوهم جنګ جهاني، د فرانسې انقلاب، د وروسیې جنګونه او دا دی نن ورځ د نړیوالو ستر سپر طاقتونو بې پایانه بوږنونكې جګړې، وحشتونه … چې دوی یې تر سره کوي او د روزنې مراکز او د بشري حقوقو ټیکه هم د دوی په لاس کې ده بشریت څومره زیان لیدلی او ویني یې او انسانیت په څومره ذلیل حالت کې وه او دی.

کله، چې موږ دغه ټول هرڅه د هغو کسانو له لاسه په سترګو ولیدل او ګورو یې، چې ښه هر اړخیزه روزنه یې تر لاسه کړې وه؛ مګر دا چې اسلامي روزنه نه وه؛ نو بشریت او انسایت یې څنګه ووژل، څومره یې انسانیت وننګاوه.

تاریخ ته په کتلو او له لږ فکر وروسته، چې څوک لږ شعور هم ولري په پوره ډاډ ویلای شي، چې هر وخت؛ خو نن ورځ بیا زیات اسلامي روزنه د بشریت د بچ کیدلو او انسانیت د خلاصون لپاره نړيوال ضرورت دی، چې باید هر وګړی که په اجتماعي توګه نشي کولای په فردي ډول د خپل عقلي مسئولیت د اداکولو لپاره دغه روزنه تر لاسه کړې او بشریت له ناخوالو وژغوري.

په همدې هیله

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *