سږ کال څلوېښتو برتانوي پوځیانو ځان وژنه کړې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه سيمه او نړۍ

سږ کال څلوېښتو برتانوي پوځیانو ځان وژنه کړې – افغان وطن

د ورکړل شویو راپورونو له مخې سږ کال د انګلستان څلويښتو هغه پوځیانو ځان وژنې کړې، چې په افغانستان او عراق کې یې دندې تر سره کړي دي.

دا راپورونه داسې مهال ورکول کیږي ، چې د دغه هیواد دفاع وزارت په افغانستان او عراق کې د پخوانیو پوځیانو د ځان وژنې د کچې او د هغې د لاملونو په پلټنه بوخت دی.

د یاد هیواد د دفاع وزیر “ټوبیاس ایلووډ” ویلې؛ خپل فوځیان یې ځکه د ستاینې وړ دي او ستايي یې، چې په وینا یې ښایسته دنده یې ترسره کړې.

د یاد وزیر په خبره، چې موږ به ټولو هغو پوځیانو ته شونې پاملرنه وکړو، چې پخوا یې دندې ترسره کړي او کله به یې هم هیر نه کړو.

پاتې د نه وي، چې له دې وړاندې د انګلستان پارلمان یو راپور کې ویلي و، چې د هغو پوځیانو په شمېر کې ، چې ذهني روغتیا ته پام غواړي دوه برابره زیاتوالی راغلی دی.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *