که موبایل درنه غلا کړل شي څه کول په کار دي؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
ټکنالوجي خبرونه

که موبایل درنه غلا کړل شي څه کول په کار دي؟ – افغان وطن

موبايلونه نن سبا يوازې د خبرو، اړيکې ټينګولو او يا د پيغام استولو لپاره نه کارول کیږي؛ بلکې اوس یې په جېب کې د ځايېدونکي کمپيوټر نوم خپل کړی دی، چې د خپل لرونکي (خاوند) خورا زیات رازونه او معلومات له ځانه سره لري.

اوس اړینه دا ده، چې کله مو موبايل څوک درنه غلا کړي په چټک ډول څه باید وکړئ؟ تر څو مو خپل هغه څه وژغورئ، چې ژغورل کیدلی شي، لاندې کارونه په چټکۍ تر سره کړئ:

پاسورډونه مو بدل کړئ:

په چټکۍ سره مو خپل ټول هغه پاسورډونه، چې ستاسې په حسابونو، پاڼو لکه ايميل، بانکي اکاونټ، ټولنيزو اړيکو، د شبکو د حسابونو او… پورې اړوند وي بدل کړئ.

دغه راز باید په بیړه له هغو پاڼو او اپليکېشنونو څخه ووځئ، چې له خپل ځيرک موبايل څخه تاسې ور ننوتي واست.

سیم کارت مو له کاره وغورځوئ

تاسې ته په کار دي، چې خپل سم کارت د لنډ وخت لپاره له کاره وغورځوئ، شرکت ته زنګ ووهئ تر څو هغه سیم کارت، چې ستاسو څخه غلا شوی دی بند کړي او له کاره يې وغورځوي.

په دې سره به تاسې له هغو ستونزو څخه ځانونه وژغورئ، چې د تلفوني اړيکو له امله درته زېږېدلای شي او تاسو نه وې ټينګې کړي. له دې سره ښايي په مالي توګه هم له ستر زيان څخه مخنيوی وکړئ.

له (Cloud) اکاونټ سره اړيکه ونيسئ.

د دغه حساب په مټ تاسې کولای شئ، چې د تاسو څخه د غلا شوي موبايل نه د شخصي معلوماتو په راګرځولو کې درسره مرسته وکړي او سربېره پر دې د موبايل د پېژندنې د ۱۵ عددي شمېرې (IMEI) پر مټ په وکولای شئ تر څو غل تعقيب کړئ.

د پيدا کولو اپليکېشنونه وکاروئ.

تاسې کولای شئ، چې د غلا شویو مبایلونو د پیدا کولو اپلیکېشنونه وکاروئ، په دې برخه کې د انډرويډ موبايلونو لپاره له «Android Device Manager» او اپل موبايلونو لپاره له «Find My iPhone» اپليکېشن څخه ګټه اخيستلای شئ.

امنيتي ادارې خبرې کړئ

له پورته کارونو وروسته تاسې له امنيتي ادارو سره اړيکه ونيسئ؛ خو دا په هغو سیمو کې، چې امنیتي ادارې په دې برخه کې مرستې کوي.

په دې سره به مو له هغو ستونزو ځانونه ژغورلي وي، چې امنيتي ادارو ته مو مطلوب کوي او دغه راز به د موبايل د «IMEI» په ورکولو پوليس ښايي غل تعقيب کړي.

تکل مبین

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *