د هرات شینډنډ هوایي ډګر کې افغان عسکر امریکایان وژلي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

د هرات شینډنډ هوایي ډګر کې افغان عسکر امریکایان وژلي – افغان وطن

د هرات ولایت څخه تازه راپورونه وایي چې نن د دغه ولایت د شینډنډ په هوایي ډګر کې یو افغان عسکر په امریکایي ځواکونو د خپل ټوپک شپیلۍ ور اړولې او ګڼ شمیر امریکایانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده

بل لور ته د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږل شوي خبر کې ویلي چې ددوی یوتن نفوذي مجاهد ملګري وحیدالله ننګرهاري د هرات ولایت د شینډنډ په هوایي ډګر کې په امریکایي ځواکونو مخامخ برید کړی او زیات شمیر بهرنیو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده

دا په داسې حال کې ده چې د تیري پنجشنبې په ورځ هم د وسلوالو طالبانو یو تن نفوذي ملکري د قندهار د ولایت په مقام کې په افغان او بهرنیو ځواکونو مرګونی برید تر سره کړو چې ګڼ شمیر مشران یې ووژل

تر اوسه په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو په دې اړه رسما څه نه دي ویلي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *