پر یوه دیوال دوو جنګ کوونکو وارثانو، ته د دیوال خبرې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اسلام

پر یوه دیوال دوو جنګ کوونکو وارثانو، ته د دیوال خبرې – افغان وطن

همام پکتین

په بني اسرائیلو کې د دوو وروڼو پلار مړ شو، نو دوئ ته میراث پاته شولو میراث یې سره تقسیم کړ، خو د یوه دیوال په سر یې لانجه شوله، اخیر یې جنګ شو سره، نو دیوال پرې غږ کړ، جنګ ولې سره کوئ؟ آیا تاسو په دنیاوي شیانو جنګ کوئ؟

دیوال زیاتوي، زه هم یو انسان وم زیات دولت مې درلود، په خپل دوور او زمان کې مې د بادشاهۍ یا سردارۍ مرتبه ترلاسه کړې وه، خو اخیر هم مړ شوم.

خلکو خښ کړم د زیاتې زمانې په تېرېدلو سره د منګې خاوره شوم، چې خلکو راواخستلم او راڅخه یې منګی جوړ کړ.

زیات وخت خلکو راکې اوبه څیښلې خو اخیر مات شوم او ټکړې ټکړې شوم، تر زیاتې زمانې پورې همداسي د منګي ټکړې ټکړې وم.

تر خاورو لاندې شوم اخیر د یوې اوږدې زمانې په تېرېدو راڅخه شګه (رېت) جوړ شو همداسي پروت وم ، چې نورو خلکو را واخستلم، او رانه یې اومۀ (کچۀ) خښته جوړه کړه.

بیا نورو (بټۍ ته ووړم او هالته یې رانه) پخه خښته جوړه کړه او بیا یې په دې دیوال کې ولګولم کوم چې ستاسو پرې جنګ دئ.

تاسو دوه په یو داسي شي دعوۀ کوئ او جنګونه پرې کوئ چې تلونکې او را تلونکې ده او تاسو خپل ژوند ته فکر نشته چې څنګه ژر به تېر شي، او څنګه ژر به دا درنه پاته شي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *