د طالبانو له لوري، په یوه خاصه زماني مقطع کې، کاري بریدونه، څه پیغام لري؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

د طالبانو له لوري، په یوه خاصه زماني مقطع کې، کاري بریدونه، څه پیغام لري؟ – افغان وطن

خامل وردګ

طالبانو د قهرمان د وژلو نه یوازې څو ورځې وروسته، د یو بل پیچلي برید په ترڅ کې د عبدالرازق د وژلو پړه هم په غاړه واخیسته!

دا ښکاره ده چې اشغالګر او ګوډاګیان یې، طالبانو په سخته دښمنۍ نیولي؛ نو هر وخت او هر ځای یې چې اوږه ورته سیخه شي طبعي ده چې خپل غچ ترې اخلي؛ خو بیاهم د طالبانو په څېر حسّاسو او ځیرکو خلکو له لوري، په یو خاص وخت کې داسې څه ترسره کول، خامخا د عمل په ژبه، څه نور افادوي اړخونه هم درلودای شي.

د ما په نظر، پدې خاصه زماني مقطع کې دا پېښه دوه معناوې لري؛ لومړی دا چې د اشغال د لویې پروژې او وسیلې په توګه، د انتخاباتو په درشل کې طالبانو وغوښتل د داسې عملیاتو په ترسره کولو سره، د خپل هغه شفاهي دریځ یو عملي ثبوت هم وړاندې کړي چې، طالبانو وار له مخه د دې مهمې استعماري پروژې په وړاندې نیولی و.

اشلي جکسن: د کندهار حمله د طالبانو لپاره ستره کامیابي وه – افغان وطن

خو د موضوع یو بل، نسبتآ ژور اړخ، له امریکا سره د مخامخ مذاکراتو نه سر چینه اخلي؛ که د تاسې پام وي دا څو کاله به چې امریکایانو او مزدورو رسنیو یې، د مذاکراتو په اړه داسې څه وویل چې د طالبانو له مزاج او روان سره بې سر نه خوړ؛ نو هر ځل به طالبانو پدې هکله د یو پیچلي او کاري برید په ضمن کې دوی ته ځواب ورکاوو. دوی ته د خپلې معجزانه نظامي وړتیا او ولسي امکاناتو په برکت، دا عملي عکسِ عمل ښودنه آسانه او ځکه لومړیتوب لاره چې یو خو به یې پدې توګه کم له کمه خپل دښمن یو ځل بیا تر یوه کاري برید لاندې نیولی وای او بل لدې وجې چې د دې ډول غبرګون اثر په هره کچه له معمول خلاف ډېر وي.

په هر حال! اوس تازه، په طالب پسې د خبرو لپاره د هغوی دفتر ته د امریکا ورتلل، که له یوې خوا د طالبانو لپاره یوه سیاسي فتحه او بری بلل کیږي؛ خو له بلې خوا پدې هکله طالبان ډېر محتاط او د امریکا په خلوصِ نیت باندې شک من په نظر راځي؛ نو پداسو ماهرانه او دښمن ځپونکیو بریدونو سره طالبان هغوی ته دا پیغام لیږدول غواړي چې په مذاکراتو کې د تاسې د ماذې ټګۍ په صورت کې به د موږ انتخاب بیاهم هماغه لاره (مسلّحه مبارزه) وي؛ د کومې له برکته چې تاسې د موږ تر کوره په زاریو زاریو راغلي یاست!

بل دا چې د امریکا مکّارانه شان ته په کتو، طالبان دا وېره هم لري چې هسې نه د دې ټول ۱۷ کلن انقلابي دَور نتیجه امریکا د ځان په لوري تاو کړي او په نظامي ډګر کې یې غرور پځای پاته او برعکس طالبان د خپل ځان په وړاندې مات معرفي کړي؛ نو د مذاکراتو له جریان سره په څنګ څنګ کې پداسې بریدونو سره طالبان دا ښودل هم غواړي چې موږ په جنګ کې نه مات، او نه ترې ستړي یو…او د مذاکراتو پیل دا معنا نلري چې سمدستي دې د جنګ په ودرولو سره، یر غلګر د آرام ساه واخلي؛ بلکې که اشغالګر رښتیا هم وغواړي بحران ته د پای ټکی کېږدي نو خدای یې دې راولي او د مذاکراتو غېږه مو ورته خلاصه ده او کنه نو موږ بیاهم د خپل وطن د آزادۍ یوازنۍ وسیلې(جهاد) ته حاضر، آماده، وړ او وفادار یو.

یادونه: لیکنه د لیکوال شخصي اند روښانوي، زمونږ همنظري ورسره شرط نه دی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

1 څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *