بلخ کې د یو تن نوماند ۴ تنه ناظرین نامالومو وسله والو وژلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

بلخ کې د یو تن نوماند ۴ تنه ناظرین نامالومو وسله والو وژلي

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې د ”اسرار تاشقرغاني“ نوماند ۴ تنه ناظرین تېره شپه نامالومو وسله والو وژلي دي

د بلخ ولایتي شورا رئیس ”افضل حدید“ پژواک خبري اژانس ته ویلي، دغه څلور تنه ناظرین نهرشاهي ولسوالۍ اړوند افغانیه ښارګوټي ته د نظارت له پاره تللي وو، چې د بېرته ستنېدو پر مهال یې لاره غلطه کړې او د نامالومو وسله والو لاس ته ورغلي

حدید زیاتوي، دغه کسان لومړی تښتول شوي، بیا وژل شوي او موټر یې نامالومو وسله والو له ځانه سره نامالوم لیوری ته بیولی دی

حدید وایي، یاده سیمه د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې ده او ګومان کیږي یاد ناظرین همدوی وژلی وي، خو د وسله والو طالبانو ویاند ”ذبیح الله مجاهد“ په یاده پېښه کې لاس لرل رد کړي دي

بل خوا د بلخ امنیه قومندان هم د څلورو تنو وژل کېدو پېښه تائیدوي، خو د دوی د هویت په اړه ناخبری ښيي او زیاتوي، په دې اړه به ځایي پولیس له څېړنو وروسته رسنیو ته مالومات ورکاندي

پژواک خبري اژانس هڅه کړې چې د نوماند ”اسرار تاشقرغاني“ څخه د یادې پېښې په اړه نظر واخلي خو بریالی شوی نه دی

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *