د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایی نن د هیواد په ۲۵۰ مرکزونو کې بیا رایه اچول کیږي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایی نن د هیواد په ۲۵۰ مرکزونو کې بیا رایه اچول کیږي – افغان وطن

په داسې حال کې چې تیره ورځ په ټول هیواد کې د رایې اچونې بهیر ټکنی شو د انتخاباتو کمیسیون اعلان وکړ، چې د رایې اچونې بهیر به دوهمې ورځې ته تمدید کړي

د انتخاباتو د کمیسیون ویاند حفیظ الله هاشمي نن خبریالانو ته وویل چې په ټول هیواد کې نن بیا په ۲۵۰ مرکزونو کې د رایو اچول پیل شوي دي

ننګرهار کې نن بیا په ۱۴ مرکزونو کې رایه اچول پیل شوي
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د تیرې ورځې پرځای نن رایه اچونه پیل شوه

تیره ورځ د وسلوالو طالبانو د بریدونو او ځینو سیمو ته د حکومت له لوري د انتخاباتي موادو نه رسول او د بایو میټریک سسټم سره د خلکو او کارکونکو نا بلدتیا هغه څه وو چې یاد کمیسیون یې د رایي اچونې د مودې تمدید کولو ته مجبور کړو

که څه هم اکثره کارپوهان دا خبره کوي چې دوهمې ورځې ته د ټاکنو تمدید د قانون خلاف عمل ده خو یاد کمیسیون وايي چې ټاکنې به یې شفافې وي

وسلوالو طالبانو تیره ورځ اعلان وکړ، چې د انتخاباتو په ورځ یې څه باندې څلور سوه بریدونه کړي چې زیات شمیر د انتخاباتو مرکزونه یې ویجاړ کړي او کارکونکي یې وژلي دي

همداراز وسلوالو طالبانو ویلي چې تر سلو پورې د انتخاباتو کارکونکي یې له انتخاباتي موادو سره ژوندي نیولي دي

خو حکومت بیا په انتخاباتي دفترونو یواځې ۱۹۴ بریدونو خبر ورکوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

1 څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *