ننګرهار کې نن بیا په ۱۴ مرکزونو کې رایه اچول پیل شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

ننګرهار کې نن بیا په ۱۴ مرکزونو کې رایه اچول پیل شوي

د ننګرهار ولایت څخه راپورونه وایي چې نن یکشنبه ورځ د دغه ولایت په ۱۴ هغو د رایو اچونو مرکزونو کې رایه ورکول پیل شوي کوم چې تیره شنبه ورځ د نا امنیو او یا هم د انتخاباتي کارکونکو د نه حاضرۍ له وجې ټوله ورځ بند پاتې وو

بل لور ته په کابل کې هم په ځینو مرکزونو کې نن د رایې ورکونې مرکزونه خلاص شوي دي خو تازه راپورونه وایي چې د باقرالعلوم د رایې اچونې مرکز کې تر اوسه خلک انتظار دي او د انتخاباتو کارکونکي کار ته لا هم نه دي راغلي

تیره ورځ، په ټول هیواد کې د رایې اچونې ورځ اعلان شوې وه خو د نا امنیو تر څنګ زیاتره سیمو کې د پراخو درغلیو راپورونه ورکړل شول

پرون ناوخته د انتخاباتو کمیسیون اعلان وکړو چې د رایی اچونې بهیر به تمدید کړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

1 څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *