اسلام او عدلت – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اسلام

اسلام او عدلت – افغان وطن

لیکنه: نوراحمد شاکر

هر انسان تور دی که سپن دی، کافر دی که مسلمان دی، عرب دی او که عجم دی د کوم دین پیروی چې دی که لږه هم انساني عطفه ولري او د عقل له نعمت څخه برخمن وي، دا خبره به مسلمه ګڼي چې د دې څلورو خبرو په نه شتون کې ژوند ډیر سخت او ستونزمن دی.

لومړۍ: کله چې عزت نه وي ژوند سخت او پیکا دی.
دوهم: کله چې عقل نه وي ژوند مشکل دی.
دریم: کله چې مال نه وي ژوند خامخه له کړاو سره مخ کیږي.
څلورم: کله چې اولاد نه وي ژوند تریخ تریږي.

خو اسلامي اصول بیا داسې دي چې د دې ټولو د حفاظت او د سمې رهبرۍ لپاره یې څلور نادر قوانین ټاکلي.

لومړۍ، حد قذف: هر انسان ته خپل عزت له ټول هر څه څخه ډیر قمتي دی، خو کله چې هم کوم انسان د بل انسان د عزت غل شي، د هغه د عزت ختمولو په پار د تهمت ویلو د پاره خوله خلاصه کړي اسلام یې په مقابل کې د حد قذف په نامه یو بې جوړې قانون وضع کړی چې د ټولو انسانانو د عزت د حفاظت ضامن دی، هغه چې په یو پاک انسان باندې بې وړه او ناوړه تور پورې کاوه اسلام د اتیا کوړو/دورو په وهلو سره د تل لپاره د شهادت ورکولو له ستر نعمت څخه بې برخې کړ.

دوهم، حد خمر: هر انسان حق لري چې ارام او هوسا ژوند وکړي، هر انسان خوښوي چې ښه تاجر، انجینر، ډاکتر، مشر او یو ښه کاروباري انسان دې وي، خو د دې ټولو جوړیدلو لپاره د عقل له ستر نعمت څخه برخمن کیدل اړین دي، اما د عقل د زوال لارې چارې ډیرې دي چې یوه یې د شراب څیښلو ده چې دا تر ټولو ستر د زوال څیز دی، خو د دې ټولو د اهمیت ساتلو لپاره اسلام د حد خمر په نامه یوه ماده وضع کړي، چې د عقل د خوندي ساتلو لپاره ډیره نیابه وسیله ده چې هغه زجر او رټنه ده، یعنې د وخت حاکم کولای شي چې کوم قسم زجر ورکړي ورکولای یې شي.

دریم، حد سرقه: مال لرل او مالداري د ژوند د ښیرازۍ لپاره اړین توکی دی بلل شوی، که فکر وشي دې نتیجې ته رسیږو چې د ژوند عصریت او د ژوند پرمختګ په اقتصاد پورې نښتی دی، دا چې اوسنۍ نړۍ د یوه کلي حیثیت پیدا کړی دا د اقتصادي پرمختګ نتیجه ده، اما هغه انسان چې د بل انسان د مال په چور چپاول لاس پورې کا، شوکې او غلاګانې وکا، په نا حق توګه د بل انسان په مال کې د جبر په بڼه تصرف وکا اسلام د حد سرقه په نامه ورته یو ډیر په تول پوره قانون وضع کړی، هغه چې غلا کوي اسلام یې په اول ځل ورته د ښي لاس کټ کاوه حکم کوي، که چیرته دا ډاکو بیا هم د دې کار مرتکب شه اسلام یې د چپ لاس کټ کاوه امر کوي او چې کله دا بد بخت انسان بیا هم دې عمل کولو ته لاس اچوه اسلام یې د تل لپاره د ازادۍ او د خلکو د مال د چور نه د مخنوي لپاره د زندان په توره کوټه د اوسیدو امر کاندي.

څلورم، حد زنا: دا چې انساني تقضا د ښه نسب، ښه اولاد او د یو ښه بدني قوت غوښتونکي ده؛ نو اسلام یې د دې ضرورت او غوښتنې په نظر کې نیولو سره یو موزون چوکاټ په مخ کې ایښی او د انسانانو د دې خپلې ګټې د ختمونکي لپاره د زجر په پار د حد زنا په نوم قانون تصویب کړی، ټوله نړۍ په دې متفقه ده چې زنا او ناوړه اړیکې په ذات کې بد شئ دی، هم له طبي پلو او هم له عرفي لحاظه.

په قاصر تعریف سره ویلی شو چې زنا دری لوی توانونه لري چې جبران یې مشکل کار پرېوځي.

لومړۍ داچې نسبي ریښې چې په ټوله نړۍ کې د قدر وړبلل کیږي له منځ وړي.
دوهم دا چې که هر انسان خدای مه کړه له زنا سره عادت پیدا کړي له هغه ستر نعمت چې اولاد دی انسان بې برخې کیدلای شي، ځکه کوم اولاد چې له ناوړه اړیکو پیدا کیږي هغه څوک په زوی توب سره نه نیسي.

دریم دا چې انساني قوت په ناوړه اړیکو سره له منځه ځي، چې پدې سره انسان د مرضونو، دماغي او روحي فشار ښکار ګرځي چې عواقب به یې خامخه ستونزمن وي او جبران به یې مشکل؛ نو ځکه خو اسلام د حد زنا په نوم اصول وضع کړي هغه که شادي شده وي اسلام یې د رجم یعنې مرګ حکم کوي او هغه چې شادي شده نه وي یعنې مجرد وي اسلام یې د سلو کوړو/دورو په وهلو سره له دې ناوړه عمل څخه بیزاره کوي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *