د تورو بانجانو حیرانووکې ګټې! – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه لوبې او روغتيا

د تورو بانجانو حیرانووکې ګټې!

سارا همدرد

تور بانجان د ښه خوند سربیره یو شمیر روغتیایي ګټې هم لري او کولی شي انسان له مختلفو ناروغیو څخه وژغوري. په دې لیکنه کې مو د تور بانجانو له ځينو حیرانوونکو ګټو سره اشنا کوو.

۱: تور بانجان د فایبر غوره منبع ده: که غواړئ د قبض له ناروغۍ څخه ځان وژغورئ نو په خپلو ورځنیو خوړو کې تور بانجانو ته ځای وکړئ. د یو شمیر روغتیايي څیړنو پر بنسټ دغه خواړه د غټو کولمو له سرطان څخه هم مخنیوی کوي. همدارنګه تور بانجان له بدن څخه د مضر موادو په خارجولو کې مرسته کوي.

۲: وزن کمولو کې مرسته کوي: د وزن کمولو څخه هدف دا دی، چې دغه خواړه نه پریږدي د انسان وزن له نارمل حالات څخه اضافه شي. ځکه تور بانجان هیڅ ډول وزن زیاتوونکي مواد نه لري. که روغ صحت غواړئ نو هڅه وکړئ چې وزن مو د نارمل حالت څخه هیڅکله زیات نشي.

۳: پوستکی له زړیدو څخه ژغوري: زیات شمیر لارې او خواړه شته، چې په وسیله یې خپل پوستکی له ژر زړیدو څخه ساتلی شو، خو د تور بانجانو استعمال بیا په ټولو کې اسانه او ارزانه لار ده. تور بانجان د ویټامین اي (Vitamin E)  په درلودلو سره د انسان پوستکی له ژر زړیدو ژغوري.

۴: د انرژۍ غوره منبع ده: تور بانجان ستاسې بدن ته د اړتیا وړ انرژي درکولی شي. تور بانجان د بي ویټامینونو غوره سرچینه ده، کوم چې د بدن غوړ او پروتین په انرژي بدلولی شي.

۵: اعصاب پیاوړي کوي: په تور بانجانو کې شته روغتیایي مواد د مغزو فعالیت چټک کوي او همدارنګه مغزه ځوان ساتي.

۶: کولیسټرول ټیټوي: تور بانجانو کې شته فایبر او ویټامین ډي ۳ د بدن مضرو کولیسټرولو اندازه کموي او همدارنګه د مضر کولیسټرول اغیز له منځه وړي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *