د امریکا یوې جنګې چورلکې د جنګي بېړۍ د پاسه سقوط کړی – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه سيمه او نړۍ

د امریکا یوې جنګې چورلکې د جنګي بېړۍ د پاسه سقوط کړی

تر لاسه شوي راپورونه وایي، د امریکا یوې جنګي چورلکې د جنګي بېړۍ د پاسه سقوط کړی چې یو شمېر کسان یې ټپیان کړي دي خو د چا د مړینې راپور تر دا مهاله نه دی ورکړل شوی

د امریکا د سمندري ځواکونو چارواکو رسنیو ته ویلي، نن سهار تقریباً (۹:۰۰) بجې یوې (M-H60) سیهاک ډوله جنګي چورلکې د ”رونالد ریګن“ په نامه سترې جنګي بېړۍ (چې جنګي الوتکې انتقالوي) د پاسه سقوط وکړ

چارواکي وایي، یادې جنګي چورلکې له الوت نه لږ شېبه وروسته سقوط کړی، چې یو شمېر کسان یې تپیان کړي، خو د ټولو روغتیایي حالت ډاډمن ښودل شوی او څوک د مرګ له خطر سره نه دي مخامخ

د یادونې وړ ده چې د یادې چورلکې د لوېدلو لامل لا هم نه دی په ډاګه شوی

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *