مجاهد: که امریکا د فریب پلان لري، د ابد لپاره به د خبرو باب پر ځان وتړي – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

مجاهد: که امریکا د فریب پلان لري، د ابد لپاره به د خبرو باب پر ځان وتړي

د امریکا او وسلوالو طالبانو ترمنځ په دې وروستیو کې یو ځل بیا د خبرو اترو موضوع په رسنیو کې ګرمه روانه ده

د متحده ایالاتو د باندینیو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد د تیر اکتوبر په ۱۲مه نیټه په قطر کې د وسلوالو طالبانو له استازو سره وکتل او د افغان کشالې په اړه یې لومړنی او د پیل خبرې سره کړي دي

په دې اړه موږ د طالبانو له ویاند ښاعلي ” ذبیح الله مجاهد” سره غږیدلي یو او په لومړي سر کې مو ترې پوښتلي:
څه وو، چې امریکا یې دېته مجبوره کړه ترڅو ستاسو سره مخامخ خبرو ته کیني؟

ځواب: تاسو پوهیږئ چې امریکا په افغانستان کې له ۱۷ کالو جګړې څخه سخته ستومانه شوې ده، اګرکه په ابتدا کې امریکایان د اوږد مهال پلان له مخې افغانستان اشغال کړی وو، خو د افغان غیرتي اولس مقاومت او جهاد هغوی له خپلو سترايتژيکو پلانونو منصرف بلکې سخت زیانمن کړل، اوس امریکا دې ته مجبوره شوی چې له اسلامي امارت سره مخامخ خبرې وکړي، هغه د اسلامي امارت کلک مقاومت، استقامت او برحقه داعیه او معقول دریځ وو چې ټول سره جمع شول امریکایان يې دې ته راوستل چې مسئله باید مخامخ له اسلامي امارت سره حل کړي.

ښاغلی مجاهد د دوهمې پوښتنې چې: د سولې په اړه د امریکا دا نوي حرکتونه څومره رښتیني دي؟ وایي:

ځواب: تر اوسه ډيره ابتدايي مرحله ده، خبرې هم ابتدايي دي، سړی نشي ویلي چې امریکایان به څه ډول له موږ سره مخې ته ځي، خو که امریکایي تصمیم نیونکي واقعا د افغانستان له ستړي جنګ څخه ځانونه خلاصول غواړي، نو هغه په ریښتني توګه د موضوع حل او د خبرو دوام دی، او که څرګنده شوه چې امریکایان وخت وژني، یا فریب په پلان کې لري، د ابد لپاره به د خبرو باب پرځان وتړي.

له طالب ویاند څخه زموږ درېیمه پوښتنه دا :وه ایا امریکا به ستاسو دې شرط ته《 چې یو بهرنی عسکر هم باید په افغانستان کې پاته نه شي》په اسانۍ سره غاړه کیږي؟

ځواب: د بهرنیو وتل او د افغانستان استقلال اعاده کیدل د افغان اولس او اسلامي امارت اساسي غوښتنه ده، که امریکایان زموږ خاوره پرېنږدې او خپل ټول ځواکونه ونه باسي، موږ له امریکایانو سره نور هيڅ ډول حل نه لرو، بیا به حل تر نهايي فتحې پورې په وسلوال جهاد کې لټوو. ان شاءالله

له نوموړي مو د وروستۍ پوښتنې په توګه وپوښتل: تر دې وړاندې به چې ستاسو او د امریکا ترمنځ د خبرو اترو کوم راپور ورکړل سو، افغان چارواکو به سخت غبرګون ښود او ستاسو سره د خبرو حق به یې یوازې ځان ته ثابتاوو، اوس څه پیښ شول چې ستاسو او د امریکا ترمنځ د خبرو اترو په اړه افغان حکومت هېڅ ونه ویل؟

ځواب: تاسو ته معلومه ده چې موضوع د افغانانو اوامریکایانو ترمنځ واقع ده، جنګ هم اسلامي امارت د افغان اولس په استازیتوب او امریکایان سره کوي، حل يې هم د اسلامي امارت او امریکایانو ترمنځ ښکاري، د کابل اداره که وغواړي یانه هغه باید هغه څه ومني چې امریکایان يې فیصله کوي، تاسو پوهیږئ چې د کابل اداره د امریکایانو تر لاس لاندې ده او د هغوی د مامورینو په څیر حرکت به کوي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *