پاکستان سره پر پوله د ایران د بسیجیانو په ګډون د یوه غونډ ۱۴ سرتیري تښتول شوي – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه سيمه او نړۍ

پاکستان سره پر پوله د ایران د بسیجیانو په ګډون د یوه غونډ ۱۴ سرتیري تښتول شوي

د بي بي سي د راپور له مخې، د سې شنبې په سهار له پاکستان سره پر پوله ”سیستان بلوچستان“ د ”میرجاوه“ سرحدي ښار د ”لوکندان“ په نوم ”صفري“ سیمه کې نامالومو وسله والو د ایران د بسیجیانو په ګډون د یوه غونډ ۱۴ سرتیري تښتولي دي

د ایران سپاه فاسداران انقلاب د یادو سرتېرو تښتول منلي او وایي، د انقلاب ضد ډلو د نفوذي عواملو او اړیکو سره دغه سرتیري تښتولي دي

بل خوا د جیش العدل په نوم وسله والې ډلې چې ځانونه سنیان او په تېره د سیستان د بلوچستان د خلکو مدافعین بولي د یادو ۱۴ سرتېرو د تښتولو مسؤلیت منلی دی

هلته ایران حکومت وایي، یاده ډله په ایران کې پر ترورستي بریدونو تورنه ده او د سعودي او امریکا د څارګرو ادارو پراخ ملاتړ ورسره مل دی

سیستان چې د اوسپنې، مسو او نورو کانونو ستره مرجع بلل کیږي، ۱۸۸ زره کیلو متره مربع مساحت لري د ایران ۱۱ سلنه خاوره یې نیولې ده چې د سوریې په اندازه دی، خو ایراني حکومت ورته د مذهبي مسئلو له امله خاصه پاملرنه نه کوي او وسله والې ډلې هم په ایراني حکومت همدا تورونه پورې کوي

سیستان بلوچستان د اقتصاد له پلوه وروسته پاتې سیمه ده، خلک یې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي ځکه د دې سیمې اکثره اوسېدونکي سنیان او اقلیت بلوڅان دي او د ایران حکومت له شیعه مذهبو جوړ دی چې یادې سیمې ته د پام وړ توجوه نه کوي

سیستان بلوچستان د پاکستان له بلوچستان او افغانستان سره پوله لري خو له عمان سمندرګي سره بیا ۳۰۰ کیلومتره اوږده پوله لري، چابهار بندر یې ستراتیژیک او اقتصادي اهمیت لري چې منځنۍ اسیا له منځني ختیځ او نورې نړۍ سره نښلوي

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *