میانمار کې دوو پوځي جیټ الوتکو سقوط کړی دی او درې تنه پکې وژل شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

میانمار کې دوو پوځي جیټ الوتکو سقوط کړی دی او درې تنه پکې وژل شوي

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د میانمار دوو پوځي جیټ الوتکو سقوط کړی دی چې دواړو پېښو کې درې تنو ژوند له لاسه ورکړی دی

د میانمار حکومتي چارواکي ”مینټ زاو“ رسنیو ته ویلي، له دغو دوو جنګي جیټ الوتکو څخه یوه یې په یوه دره کې او بله د یو کلي تر څنګ لوېدلې ده

مینټ زاو وایي، په دریو تنو وژل شویو کې دوه تنه یې پیلوټان دي او یو تن بیا یو کلیوال دی چې په دې پېښه کې وژل شوی دی، چې تر څنګ یې دوه تنه کلیوال بیا ټپیان شوي هم دي

د میانمار د جیټ الوتکو د لوېدلو لامل نه دی څرګند شوی، خو میانماري حکومت ویلي، په دې اړه به خپل تحقیقات تر سره کوي تر څو مالومه کړي چې دغو دوو جنګي الوتکو د کومو لاملونو له امله سقوط کړی دی

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *