د ګازرو څو مهمې ګټي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

د ګازرو څو مهمې ګټي – افغان وطن

په دې لنډه لیکنه کې مو د ګازرو له مهمو ګټو څخه خبروو. دا چې ولې ګازرې زموږ روغتیا ته ډيره ګټه لري، په دې لیکنه کې یې لوستلای شئ.

۱: یوه ګازره په زیاته اندازه ویټامین A لري، دا ویټامین ستاسو د لید په ځواکمنتیا کې پوره مرسته کوي. د A ویټامین ستاسو د بدن دفاعي ځواک په پیاوړتیا کې ډير ارزښتناک رول لوبوي. همدارنګه د A ویټامین د ماشومانو د ودې د بهیر لپاره ډير اړین او ارزښتمند دي.

۲: ګازرې د B، B1، B2 او B6 ویټامینونو یو ښه او ارزښتناکه سرچینه ده. ګازرې ستاسو بدن د دفاعي سیسټم، عصبي سیسټم، هضمې سیسټم او هورمونونو ته په کافي کچه اړین B ویټامین ورکوي. B6 ویټامینونه د پړسوب او التهاب په کنټرول کې رغنده رول لري.

۳: ګازرې د ویټامین C ښه سرچینه ده. د انسان بدن هره ورځ باید په قافي اندازه ویټامین C ترلاسه کړي. د C ویټامین په تیره ستاسو د بدن پوستکي، ویښتو او ستاسو د بدن دفاعي سیسټم سره ډيره مرسته کوي.

همدارنګه C ویټامین یو ځواکمن Antioxidant دی، چې د زړه او رګونو د ناروغیو په مخینوي کې مرسته کوي.

۴: ګازره د پوتاشیم نومي موادو درلودونکې ده: د هډوکو کمزورتیا په لوړ عمر او ځینې ځوانانو کې یوه عامه ناروغي ده. ډيری خلک په دې پوهیږي چې د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره باید په کافي اندازه کلسیم ترلاسه کړي، خو یواځې د کلسیم تر لاسه کول بسنه نه کوي.

تاسو اړ یاست چې په کافي اندازه پوتاشیم هم ترلاسه کړئ. روغتیايي څیړنې ښایي، چې پوتاشیم نه یواځې دا چې هډوکي له کمزورتیا او ورستیدو څخه ساتي، بلکې د وینې فشار په منظم او سم ساتلو کې هم ډیره ونډه لري.

پوتاشیم د مغزي سکتي د پیښیدو امکان کچه راټیټوي. همدارنګه د زړه او د رګونو د ناروغیو د ګواښ څخه مو هم ساتي.

۵: ګارزې د کاربوهایدریتونو درلودونکي دي، چې په ژر هضم کې پوره مرسته کوي.

سارا همدرد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *