غزل: مورې مروره وې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنګ خبرونه

غزل: مورې مروره وې – افغان وطن

شاعر: پیرمحمد کاروان

غږ دې راته نه کاوه کاروان دې راته ونه وې
مورې مروروه وې قربان دې راته ونه وې

نه ګورې د ژوند بېړۍ مې سختو څپو واخيسته
ته خو مې ماڼو وې له بادبان دې راته ونه وې

ستا په ستن او ستا په تار يې ستا کفن ګنډلی و
څيري مې ګريوان و، له ګريوان دې راته ونه وې

پاڼې پاڼې توی شومه اوپاڼې پاڼې باد يووړم
لاړې پسرليه له خزان دې راته ونه وې

ته د للمې ګل وې خو تا نه ويل چې تږي يم
ډک له اوښکو زړه وم له باران دې راته ونه وې

ښکلي لکه اوښکه د رنجو وم اوس په خاورو خړ
جان دې ومه جانه زما جان دې راته ونه وې

ستا د مرګ داستان مې د ژوندون په غېږ کې ونيوه
ښکل دې نه کړم ګوره قهرمان دې راته ونه وې

ستا نعم البدل خو په ايمان که په لاس راشي بيا
لوی تاوان مې کړې له تاوان دې راته ونه وې

راشه تورپټکي کې مې د صبر سور ګلاب کېږده
وايه د نرګسو له باغوان دې راته ونه وې

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *