هند سره د ۲۵ میلیون ډالرو په لګښت کندوز کې د برېښنا بند جوړول لاسلیک شول – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

هند سره د ۲۵ میلیون ډالرو په لګښت کندوز کې د برېښنا بند جوړول لاسلیک شول – افغان وطن

له ارګ دلګشا ماڼۍ څخه په تازه تر لاسه شوي خبر کې راغلي، د شنبې په ورځ د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر او د هند شرکت د استازي تر منځ په کندوز خان آباد ولسوالۍ کې د برېښنا د دویم بند د جوړولو تړون لاسلیک کړ

دا تړون د افغانستان د اوبو او انرژۍ سرپرست ”محمدګل خولمي“ او دلینکو انفراټیک شرکت د استازي ”احمد فرزاد“ تر منځ لاسلیک شو

راپور کې راغلي، دغه بند چې د برېښنا د اوبو له پاره به استعمالیږي، د ۲۵ میلیون ډالرو په لګښت به په ۳ کلونو کې جوړ شي

چارواکي وایي، دغه بند د ۱۰،۴ مېګا واټه برېښنا تولیدولو او ۴۷ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او د دې بند برېښنا د کندوز ۱۸ زره کورنیو ته رسیږي

خان اباد سیند په هره ثانیه کې ۲۳ متره مکعبه اوبه لري چې په همدې سیند دا دوهم بند دی چې جوړیږي او دا بند د برېښنا د تولید له پاره درې توربینونه هم لري

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *