له طالب چارواکو سره د امريکایي ټیم کتل، څه په ډاګه کوي؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

له طالب چارواکو سره د امريکایي ټیم کتل، څه په ډاګه کوي؟ – افغان وطن

پایلې او هیلې!
__________________________

د سولې د تحکیم لپاره د امریکایي کارکن زلمي خلیل زاد په مشرۍ امریکایي ټیم، د افغانستان د معضلې د اصلي اړخ په توګه، قطر میشتو طالب استاځو ته ورغلی او د افغانستان د موضوع په سوله اییز حل ورسره غږېدلی!

داسې ښکاري چې د دې بې مفهومه جنګ نه ستړې امریکا، اوس له زړه نه غواړي چې د یو آزاد ولس د یرغمل هغه ناروا تسلسل ته نور د پای ټکی کېږدي کوم چې د نور غیر مشروعیت سربېره، کاملآ یو غیر فطري عمل هم دی. د موږ دا خوشبیني ځکه بېځایه نده چې یو خو یې دې کار ته زلمی خلیل زاد غوندې دپلومات ټاکلی؛ ویل کیږي نوموړی ډېر جدّي، با صلاحیته او قاطع سړی دی! او بل پدې خاطر چې دوی خپله پروسه لداسې چاسره په خبرو پیل کړه چې پخپلو ټولو اجراءآتو او پالیسیو کې د کمال حریت نه بر خمن او د اړوندې مسئلې محوري عنصر او جهت بلل کیږي!

د خلیل زاد دا حقیقت درک کول او د پخواني امریکایي دریځ بر خلاف له طالب سره، من حیث د یو مستقل خوځښت، مخامخ او په ښکاره توګه کېناستل او دا ډنډوره پرېښودل چې طالبان دې له افغان حکومت سره خبرې وکا!! او یا دا چې د طالبانو پځای دې له پاکستان سره خبرې وشي؟!! او یا داچې پاکستان دې طالبان خبرو ته مجبور کړي!!؟ یقینآ هغه څه دي چې سړي ته ډېر امید او خوشبیني بښي!

امریکا ته خو د بېطرفه او سوله خوښو کړیو دا څو کاله خولې ستړې شوې: چې ګورئ، تاسې د مشکل اصلي ابعاد مالوم او بیا ورسره سر خلاص کړئ! د بحران د حل لټونې په سلسله کې بیا بیا د پاکستان نوم اخیستو او دې وینا به، چې طالبان دې له کابل سره کیني، سړي ته هغه متل وریاداوه چې وایي: (وهم دې چېرې او ډبَهار دې چېرته خیژي!!)

خدای دې وکا چې د امریکا دا نوې پروسه، لکه څنګه چې ظاهرآ ښکاري په واقعیت کې هم له ر یښتینولۍ نه په سر چینه اخیستو د دې سترې غمیزې(اشغال) په دایمي او کلّي پای باندې تمامه او ټول افغانان، آرام، سره وروڼه _ وروڼه او پخپل وطن کې سره کور او کلی شي.آمین!

پدې فرصت کې مو غواړم د موضوع اړوند يو بل اړخ ته پام را واړوم او هغه دا چې آن له پیله او بیا تر ننه پورې، د طالب په مخالفینو او عام سیاسي ماحول کې د طالبانو په هکله دا سوچه درواغ خبره تکرارول په یو موډ اوښتي چې، طالبان د پاکستان ایجاد دی!! دوی هر څه د پاکستان په خوښه او اشاره تر سره کوي!! دوی پخپلو اجراءآتو کې حُر ندي…! خو د امریکا دا اوسني سیاسي موقف او تنزل ته په کتو دا ویلی شو چې حالات به_ ان شاءاللّه_ همداسې پر لپسې، د طالبانو حریت او خپلواکي ثابتوي؛ دې تور پورې کونکیو ته باید ووایم چې، د نړۍ او خصوصآ زموږ او تاسې د وطن سیاسي تاریخ، په جار نارې وهي چې، پردي پال خوځښتونه، او حکومتونه آن د خپل ایجاد په لومړیو کې لا، په غیر تصادفي توګه، د افتراق او انشقاق ښکار کیږي؛ او دا ځکه چې بادار یې د خپلې بادارۍ او د دوی د لا ښې غلامۍ، تضمین په همدې کې ویني. پردو ته منسوبو پدیدو، هیڅکله هم، نه د خپل سیاسي بلوغ، خواږه څکلي! او نه یې د کامیابۍ او نېکنامۍ مخ کتلی! او نه یې د عزت او وقار اوج تجربه کړی! هغوی تل استعماري او سیاسي اهدافو ته د یوې بې روحه وسیلې په توګه کارول شوي! هغوی هېڅکله په مهمو حیاتي او حتی عادي مسائلو کې هم خپل دریځ نیولی ندی! او که یې احیانآ نیولی وي هم؛ نو بیا پرې ثابت پاته شوي ندي؛ خو د دې بر عکس که له پیله بیا تر ننه پورې، طالبان په دقیقه او منصفانه توګه، مطالعه کړئ؛ نو کاملآ به له مذکورو علامو نه، پاک او مبرّا په نظر درشي! او دا ځکه چې دوی د خپل ولس له متنه سر چینه اخیستې، او د خپل ولس په ملاتړ د همدوی د بهبود لپاره مخ په وړاندې روان دي!

که رښتیاهم همداسې وای؛ نو طالب به اوس په وطني، سیمه ایزه او نړیواله کچه، یوه رټل شوې، منزوي او بې اعتباره پدېده وای؛ خو تاسې ګورئ چې داسې نده؛ بلکې طالب اوس له نظامي فتوحاتو سربېره، د خپل سیاسي لیاقت او صداقت په برکت، دا دی د هېواد او سیمې نه؛ بلکې د ټولې نړۍ د سیاسي اُفق ځلیدونکی ستوری او د سیاسي تاریخ یو مثبت باب دی!! د سیمې هر هیواد کوښښ کوي چې د افغانستان د آینده وارث په توګه، ورسره خپلې سیاسي اړیکې سر له اوسه عیارې کا. که یې څوک مني او یانه؛ خو دا واقعیت دی چې، طالبان آن د نړۍ په کچه، نږدې د هر سیاسي بدلون محوري عنصر بلل کیږي!

له شړیدلي اقتصاد، کاواکه اجتماعي او متزلزل سیاسي حالت سره لاس او ګرېوان پا کستان به څنګه وکړیشي چې پخپل ګاونډ کې طالبانو غوندې اوږد، ستر او په ټولو ارګانونو مشتمل خوځښت، هم ایجاد، هم کنټرول او هم تمویل کړي!؟ پاکستان خپله له بلا دا خلي او خارجي ستونزو سره مخ دی؛ یوه لوري ته یې هند غوندې سر سخت دښمن او بل لوري ته یې ایران غوندې سیمه ایز حریف پروت دی! له افغانستان سره یې هم، په حکومتي او په ولسي دواړو کچو اړیکې سخخختې ناروغې او خرابې دي. په کور د ننه د خپلو طالبانو او بلوچ ملتپالو له ټینګ وسله وال مقاومت سره لاس او ګرېوان دی! اداري فساد او سیاسي کشمکشونو یې عام ولس سخت ځپلی! او له حکومت نه لرې کړی! نو لدې مشکلاتو با وجود، د داسې باحجمه چارو وړتیا هېڅکله د پاکستان د وس خبره نده؛ بلکې دا سې کارونه خو د سترو سترو امپراطوریو شایانِ شان دي.
_____________________________
#حریت
#اوآثاریې!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *