غزل / شاعر: محمد علیم بسمل – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنګ خبرونه

غزل / شاعر: محمد علیم بسمل – افغان وطن

افغانان مه وژنه له موږ سره دا ښه مه کوه
پرديه! لاړ شه په شفتله کې واښه مه کوه

زليخا! عشق ته دې سلام، خو يوسف وپېژنه
د جنتي ښکلا ديدن بې اوداسه مه کوه

چا راته ويل، که بَنَه حوره هم وي نه يې منم
که شهادت غواړې له ماسره واده مه کوه

دنيا کږه ده، وخت هم کوږ دى، که سم ولاړ شې لوېږې
يو ډېر اخلاص مه کوه، بله دا چې ښه مه کوه

ته به ورګورې، دى به مري، حلالوى يې نه شې
بسمله! ډېر تاوان هېڅکله هم په خره مه کوه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *