غزل: ورک شې جنګه ځوانیمرګه! – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنګ خبرونه

غزل: ورک شې جنګه ځوانیمرګه!

شاعر: شرر ساپی

ځواني دې رانه وخوړه لونګه ځوانیمرګه
غنم غوندې ریبې مې غنمرګه ځوانیمرکه

ګلاب ګلاب لېمې رانه په سرو وینو کې وړې
میرات شې،ځوانیمرګ شي،مړ شې جنګه ځوانیمرګه

جامونه شئ پيالې شئ تودو شونډو ته د يار
راشین مې په غزله کې شې بنګه ځوانيمرګه

مودې مودې وېده وې په ټپي ټپي مړوند
راويښ شه اوس د سپينو لېچو شرنګه ځوانيمرګه

د چا دنګه ځواني رانړوې ، په اسوېلېو
ښېرا دې په دعا واوړه ، ملنګه ځوانیمرګه

راټيټ شه د سپېڅلي بغاوت تړون یې کړی
شرر د حوصلې په رنګه دنګه ځوانیمرګه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *