امریکا کې ترافیکي پېښې ۲۰ کسان وژلي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

امریکا کې ترافیکي پېښې ۲۰ کسان وژلي – افغان وطن

تازه دمي راپورونه وایي، د امریکا متحده ایالتونو په ”نیویارک“ کې خونړۍ ترافیکي پېښه رامنځ ته شوې ده

ځایي پولیس وایي، یاده پېښه د ګلپوش لیموزین موټر او د میني بس د ټکر له امله را منځ ته شوې ده چې لږ تر لږه ۲۰ کسان پکې وژل شوي دي، پولس وایي د وژل شویو له جملې څخه یې ۱۸ تنه د لیموزین ګلپوش موټر سواري وه

د پېښې له ځایه یو تن عیني شاهد رسنیو ته ویلي، لیموزین ګلپوش موټر په ډېر سرعت سره روان و چې ښایي د سرعت اندازه یې سل او یا له سلو هم زیاته وه چې له دې خونړۍ پېښې سره مخ شو، یو بل عیني شاهد بیا رسنیو ته ویلي، دغه ترافیکي پېښه دردونکې او بوږنوونکې وه

پولیسو ویلي، دغه خونړۍ ترافیکي پېښه د نیویارک په سکوهري ولسوالۍ کې را منځ ته شوې چې د ټکر لامل یې لا هم نه دی څرګند شوی، خو په اړه یې پلټنې روانې دي

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *