له شرقي نه تر غربي تاړاکه! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

له شرقي نه تر غربي تاړاکه! – افغان وطن

زموږ خبره!

زموږ ځورېدلی ولس له شوروي تاړاکه لا د آرام ساه نه وه اخیستې، لا یې هماغو زخمونو فوارې کولې، لا یې د یتیمانو، کونډو، بورو او ورارو، آتشین اسویلي په فضا مسلط ول…چې ۱۷ کاله پخوا په همدې تاریخ د غربي بلاک د زور آزموینې په ډګر واوښت!!

بشري تاریخ به ښایي ډېر کم داسې مثالونه ولري چې عین یو ولس دې، په ډېره کمه موده کې پر لپسې د دوه ښامارانو خولو ته کېوتی وي.

د حقیقت په لحاظ خو د هغه او دې اشغال تر منځ هېڅ تفاوت نشته؛ امّا د کیفیت له نګاه نه، غربي اشغال ډېر خطرناک، هر اړخیز او اوږد مهالی بریښي.

غرب که په هر څومره شتو او امکاناتو پړسېدلی او سمبال وي؛ خو دا ځای دې یاد لري چې له دومره لرې واټن نه د یو پردي هېواد اشغال ته دوام ورکول، له نور غیر مشروعیت سربېره، کاملًا یو غیر فطري عمل هم دی! چې تر پایه رسول یې هم د موږ او هم پخپله دتا د ولس له نبض او مزاج سره برابر نه دي.

نو بناءً ته به خامخا یوه ورځ خپل دې ناروا تسلسل ته د پای ټکی ږدې؛ نو ښه داده چې د (په ښو تلوار او په بدو کې مدار) اصول در وړاندې کړې او ژر تر ژره خپل ګودړي په شا کړې تر څو دا ولس د خپل سرنوشت په ټاکلو سره د یوې اوږدې ستړیا نه وروسته د آرام ساه واخلي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *