بدخشان کې د سرو زرو او د بلخاب د مسو د استخراج تړنونه لاسلیک شول – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اقتصاد خبرونه

بدخشان کې د سرو زرو او د بلخاب د مسو د استخراج تړنونه لاسلیک شول – افغان وطن

د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرستې وزیرې ”نرګس نهان“ د اکتوبر پر پنځمه له یو بهرني شرکت سره بدخشان کې د سرو زرو او بلخاب د مسو د استخراج تړونونه په متحده ایالتونو کې د افغانستان په سفارت کې لاسلیک کړل

متحده ایالتونو کې د افغانستان سفارت ویلي، د کانونو د استخراج دغه تړونونه زیات مهم دي او ښایي په دې سره د خصوصي څانګې او د افغان دولت په مشارکت د هیواد ګڼو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي

راپورونه وایي، د دغو تړونونو د لاسلیکولو به مراسمو کې د افغانستان د مالیې وزیر سرپرست ډاکټر ”همایون قیومي“ او د ښار او کور جوړولو پخواني وزیر ”سید سادات منصور نادري“ هم ګډون کړی و

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *