امریکا په افغانستان کي بچه بازان تقویه کوي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

امریکا په افغانستان کي بچه بازان تقویه کوي – افغان وطن

ښاغلی جک هنټر په امریکن کانسروټیف کي د اکټوبر پر ۵ لیکي چي امریکا په افغانستان کي له بچه بازانو سره مالي کومک کوي. د امریکا همدا مالي کومک په افغانستان کي بچه بازان لا ګستاخ او تقویه کړي دي.

ښاغلی جک هنټر لیکي په افغانستان کي د امریکا د دفاع وزارت پالیسي دا ده چي کله افغان عسکر پر ماشومانو باندي جنسي تجاوز کوي، امریکايي عسکر باید مداخله نه وکړي. او په اصطلاح سترګي پر پټي کړي.

تېر کال، د امریکا د ولسي جرګې استازي، والټر جونز، د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ته یو لیک استولی وو، او پدې مکتوب کي ئې ویلي ول،«د افغان د اردو او پولیسو عالي رتبه افسران په بچه بازي لګیا دي،‌او امریکایان باید پدې کرغېړن عمل باندي خبر سي.» هغه د متحده ایالاتو له دفاع وزارت څخه غوښتي ول چي په افغانستان کي باید له بچه بازانو سره مالي مرسته و نه سي، ځکه دا کار د بشر د حقوقو څخه ښکاره سرغړونه ده.

ښاغلي جونز وايي د افغان په اردو او پولیسو کي بچه بازي او پر ماشومانو باندي جنسی تېری په کلونو کلونو دوام لري، «او موږ ئې مالي کومک کوو.» لیکوال کاږي په افغانستان کي د امریکا نظامي مداخلې بچه بازان تقویه کړي دي، او زیاتو افغان جنګسالارانو ته ته ئې د دې زمینه برابره کړې ده چي پر ماشومانو باندي جنسي تېری وکړي، او هیڅکله مجازات نه سي.

جک هنټر لیکي د امریکا په کانګرس کي ځیني جمهوريپال سناتوران او د کانګرس غړي نه غواړي چي پدې ارتباط جدي ګامونه واخیستل سي، او مدام د جدي اقداماتو مخالفت کوي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *