غزل / شاعر: سید شاه سعود – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنګ خبرونه

غزل / شاعر: سید شاه سعود – افغان وطن

سترګو ژوند همداسې تیر کړو نه ړندې شوې نه بینا شوې
نه ترې جوړې شوې ډبرې نه لمبه شوې نه رڼا شوې

ټول جهان مې ځان نه جوړ کړو خو رقیب رانه جوړ نه شو
چې د بل شوې ته د بل شوې چې زما شوې نو زما شوې

ما ویل چې جوړې زه به د ټولنې غړی نه یم
چې له ټولو مې جدا کړې نو زما نه هم جدا شوې

مفروضو باندې ولاړې دنیا څومره وړاندې لاړې
په درواغو دې رښتیا کړم په درواغو مې رشتیا شوې

دا د دوو مخونو میاشته فریب کاره ده سعوده
دسمبر چې درنه تیر شو نو بیا ولې راپیدا شوې

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *