غزل / شاعر : دروېش درانی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنګ خبرونه

غزل / شاعر : دروېش درانی – افغان وطن

منزل لرې لاره ورانه، زه هم ستړی ته هم ستړی
څه دې خوښه ده ارمانه؟ زه هم ستړی ته هم ستړی

نه مې ته شې هېرولای، نه زما له خیاله وځې
ځه پخلا به شو جانانه، زه هم ستړی ته هم ستړی

ځغلوې که مې هر څومره، ته به هم راسره ګرځې
قدم ونیسه آسمانه، زه هم ستړی ته هم ستړی

د وفا په ورانو لارو بیا سفر غواړې زړګیه؟
دا خبره به شي ګرانه، زه هم ستړی ته هم ستړی

دروېش وائي ښه به دا وي چې په ساري سره پرېږدو
ای د سرو لمبو طوفانه زه هم ستړی ته هم ستړی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *