اندونیزیا کې زورورې زلزلې او سونامي ۳۸۴ تنه وژلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

اندونیزیا کې زورورې زلزلې او سونامي ۳۸۴ تنه وژلي

د اندونیزیا په سلاویسي ټاپو کې د ۷.۵ درجې زوروره زلزله شوې او زیاته ویراني یې رامینځ ته کړې ده

دغه زلزله چې د جمعې په ورځ رامنځ ته شوه وروسته سونامي هم ورسره ملګری شو او ۳۸۴ کسان یې ووژل

د اندونیزیا چارواکو په لومړي سر کې مرګ ژوبله ۴۸ تنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې ښایي دا شمیره نوره هم زیاته شي خو نن یې وویل چې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۳۸۴ ته پورته شوې ده

د اندونیزیا یاد ځپل شوي ټاپو کې لومړی سختې زلزلې خلک له کورونو څخه لارو کوڅو ته را وویستل چې وروسته د سمندر اوبه د سونامي له امله په یاد ټاپو ور وختې او خلک یې ووژل

یادې زلزلې او سونامي زیات شمیر ودانۍ نړولي دي

ویل کیږي چې یادې زلزلې د سلاویستي ټاپو “پالو“ ښار چې د اوسیدونکو شمیر یې ۳۵۰ زره تنو ته رسیږي تر ټولو ډیر زیانمن کړی ده

ددغې زلزلې مرکز له پالو ښار څخه ۸۰ کلومیټره لرې وو

په تیر اګست کې هم د اندونیزیا ” لومبوګ“ ښار یوې سختې زلزلې لړزولی وو چې له امله یې ۴۶۰ تنه وژل شوي وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *