له ”مدرسې“ څخه اصلي موخې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اسلام

له ”مدرسې“ څخه اصلي موخې – افغان وطن

ژباړه: عبدالصمد شاکر

یادونه: دا د اسلامي نړۍ د ستر مفکر او تکړه لیکوال علامه “ندوي” د هغې وینا ژباړه ده، چې د (١٩٩٦ م ) کال د مارچ د میاشتې په دوولسمه نېټه یې د “ندوة العلماء” په ستر جامع مسجد کې د همدغې مدرسې د ښوونيز کال د پيل په غونډه کې د طالبانو يوې سترې مجموعې ته اورولي، وينا طالب العلم (عزيز نعيم صديقي) لیکلي او موږ یې تاسې ته ژباړه در وړاندې کوو.

په مدرسې کې لاسته راوړني.

د هر نوي تعليمي کال په پیل کې له ګرانو طالبانو سره بلدتيا او له دوى سره د خپلو تجربو شریکول ډېر اړین دي.

ګرانو طالبانو! له یوې خوا که له تاسو سره خبري کول اسانه دي؛ خو له بلې خوا څخه بیا ګران کار هم دئ.

پلار چې د زوى او ملګری له ملګري سره خبري کوي؛ نو څومره چې يې توان وي په هماغه اندازه غواړي، چې په اسانه او سليسه لهجه ورسره خبري وکړي، دهر ډول نابلده لغاتو او اصطلاحاتو څخه ځان ژغوري او د تکلف پرته خبري ورسره کوي؛ نو له همدې امله زه هم غواړم، چې ستاسو سره په ډېره اسانه لهجه د خپل ژوند تجربې شريکې کړم او د خپل ژوند د تجربو لنډيز ستاسو په منځ کې پرېږدم؛ البته دا کار خورا اسانه دئ؛ ځکه ستاسو هر استاذ کولاى شي، چې دغه دنده ترسره کړي، لکه چې وايي:

عمر گزرى ہے اسى دشت کے سیاحى میں
ژباړه : عمر په دغه دښت کې په سياحت تير شو.

خو له بله پلوه بیا ستاسو سره خبرې کول ډېر ګران کار دی هغه دا، چې له کومې خبرې يې پيل کړم او پر کوم ځاى يې پاى ته ورسوم. دخبرو، مطالبو او انګېزو درياب دی او زه حيران يم، چې کومې خبرې ته ترجيح ورکړم او کومه خبره صرف نظر کړم؛ مګر دا، چې در هر مشکل لپاره د حل لاره شته؛ نو له همدې کبله به په بېلو، بېلو فرصتونو کې تاسې ته بېل، بېل مطالب وړاندې کوم.

ګرانو طالبانو! تر هر څه وړاندې درته ته د نوي تعلیمي کال د پيل کیدو مبارکي وايم، پخواني طالبانو ته د دې مبارکي وايم، چې د علم مشال يې روان وساته او د دې توان یې ولاره، چې د دغه مشال او روڼا په مټ یې له خپلې لارې څخه ډبرې لرې کړې او نویو طالبانو ته بیا د دې مبارکي وايم، چې دغه سپېڅلي لار يې انتخاب کړه.

د الله فضل دی، چې ستاسو مور او پلار تاسو دغه سپېڅلې لارې ته وسپارلی، کېداى شي، چې يو شمېر شاګردان د زده کړې لپاره دلته په زور راوستل شوي وي، که څه هم دوى په زور راوستل شوي وي؛ خو بيا هم د الله په دربار کې قبول دي؛ ځکه حديث شريف کې راځي؛ “ځيني کسان به په داسې حالت کې جنت ته روان وي، چې لاسونه او پښې به يې په ځنځيرونو تړلي وي” مانا دا، چې دوى به په خپله جنت نه وي غوښتى؛ مګر د الله رحمت به د دې لامل شوى وي، چې دوی به جنت ته بېول کيږي. په هرصورت هر څوک، چې دې ځاى ته راغلي وي/ دى د ده مور او پلار د ستاينې او تقدير وړ دي.

تاسو پوهېږئ، چې تاسو دلته د څه لپاره راغلي ياست؟ څه شي بايد دلته حاصل کړئ؟ دا موضوع خورا زياته مفصله او مهمه ده، د دې موضوع د پوره غوړولو لپاره وخت نشته؛ البته تاسې بايد د دې موضوع لپاره حتما د امام غزالي کتاب “احياء علوم الدين” مطالعه کړئ، تاسو ته به معلومه شي، چې يو طالب العلم په يوه مدرسه کې د څه لپاره وسیږي او څه په لاس راوړي.

د الهي کلام، قران کريم نعمت

هغه مهال، چې يو قاري د قرآن کريم تلاوت کوي؛ نو دغه حالت يو بېل کيفيت او حالت دی؛ ځکه انسانان ډېر لړلي، چټل او بې ارزښته دي؛ خو حال دا، چې الله ډېر لوی، پاک، سپېڅلى او بې نيازه ذات دی، داسې ذات دی، چې د ځمکې، اسمان، لمر، سپوږمۍ، وچې، لندې، انسانانو، پېریانو او ټولو کائناتو پيدا کونکى دی؛ نو چې داسې یو لوى ذات په خپل احسان سره بې ارزښته انسانان په خپل خطاب سره مشرف کړي دي.

رشتيا هم دا ډېر لوړ مقام دی! او ډېر لوى نعمت دی! چې انسانانو ته الله ورکړى دی، که نه نو انسانان بيخي د دې ارزښت نه لري، چې دومره لوى ذات ورسره مخاطب شي.

دا په حقيقت کې د دې ځاى دی، چې انسان د ډېرې خوشالۍ او د لوړې مرتبې په خپلولو سره ليونى شي او خپل ګرېوان څيري کړي؛ ځکه موږ د دې وړتيا لرو، چې د درست جهان خالق زموږ سره مخاطب شو، چې دا په حقيقت کې د لوى، مهربان او لوراند ذات ورکړه او عنايت دی.

زه عاجز په هغه وخت کې،چې قاري صاحب تلاوت کاوه په همدغه فکر کې وم، په حقيقت کې قرانکريم ډېر ستر نعمت دی، که د دې نعمت د خوشالۍ په وجه يو انسان لېونى شي څه د تعجب خبره نه ده.

تاسو د ابي بن کعب هغه زړه راکښونکى داستان هېر کړى دی،چې د تاريخ پاڼو ليکلى دی، تاسو نه بايده دي، چې دغه زړه راکښونکى داستان ولولئ:

رسول الله يوه ورځ ابي بن کعب ته وويل :
الله ماته دنده راکړه تر څو تاته د قرآنکريم تلاوت کړم، ابي بن کعب د زړه نرمۍ او تاثر احساس وکړ او رسول الله ته يې وفرمايل: الله زما نوم درته ياد کړ؟ دا خبره يې وکړه او بېسده شو.

الله اکبر! څومره عجيب حالت يې درلود؟ د الله او رسول الله سره يې څومره مينه لرله؟ خو بدبختانه چې موږ د دغه کيفيت او حالت څخه ديوې ذرې هومره هم نه لرو.

ګرانو طالبانو! تاسو داسې فرض کړی، چې دلته به ستاسو لاس ته هيڅ شي نه درځي؛ مګر که تاسو په دي هم وتوانېدلی، چې يوازي قرآنکريم زده کړی؛ نو دا هم بس دي؛ ځکه د دنيا ټول خوندونه د قرآن د زده کړې په مقابل کې پر هيڅ حساب دي. که تاسو ته دغه لوى نعمت، چې د قرآنکريم زده کړه ده په لاس درغلئ ستاسو او ستاسو د والدينو هڅو نتيجه ورکړه او زحمتونو مو مېوه وکړه.

ګرانو طالبانو ! ښه متوجه شئ! تاسو د کومې موخې لپاره دلته راغلي ياست؟ او د کوم نعمت د لاسته راوړلو لپاره دلته جمع شوي ياست؟
تاسو په دې پوه شئ، چې دلته تاسو د خپل بادار او مالک سره د يوې محکمې رشتې د لاسته راوړلو لپاره راغلي يی، چې هغه د قرآن زده کړه ده، قرآن زده کړئ او د خپل بادار سره خبرې پر وکړئ.

د مدرسې هدف

زړه ته راتيرو طالبانو! زه د مدرسې د دغه تعريف سره موافق نه يم، چې وايې مدرسه داسې ځاى دی، چې څو عربي کتابونه په کې درس کيږي او په مټ يې څو دنياوي فايدې په لاس راځي.

زما په اند مدرسه داسي ځاى دی، چې د الله او د الله د غوښتونکو تر منځ ارتباط پيدا کوي، مدرسه داسې ځاى دی، چې د طالبانو او د خپل څښتن تر منځ ټينګ ارتباط رامنځته کوي.

څه کول په کار دي؟

ګرانو طالبانو! د دې لپاره، چې توانيدلی وی تر څو مو دغه لوى نعمت تر ګوتو کړی وي؛ نو په کار ده، چې څو مطالبو ته ښه غور سره متوجه شئ.

لومړی: په ځان کي د شکر احساس پيدا کړئ، او فکر وکړئ، چې څښتن تعالی تاسو د خپلو انبياؤ او خپلو دوستانو د لارې پيروان کړئ؛ البته خداى مه کړه که تاسو بېرته لومړي حالت ته واوړئ مانا دا، چې دغه سپېڅلي لار پرېږدی؛ نو دا بیا یوه لويه بدبختي ده. پوه شئ! تاسو به په دغه لار کې د الله د دوستانو د قدمونو نقشونه ووينئ او په نبوي علومو به سر لوړي شئ.

دوهم: هڅه وکړئ، چې ځان د مدرسې سره تطبيق کړئ، مانا دا، چې د مدرسې ټول اصول پلي کړئ، د پنځه ګونو لمونځونو په جماعت سره په ښه شوق او ذوق اهتمام وکړئ، هڅه وکړشئ، چې د جماعت تر ادا وړاندط مسجد ته ځان ورسوی، نفلونه او دعاوي ترسره کړئ او له دې سره علاقه ولرئ.

درېم: د نيکو اخلاقو لپاره زياته هڅه وکړئ، د معنوي صفاتو د لاسته راوړلو لپاره زيات کوښښ وکړئ لکه: صبر، تقوا ، استغنا، او داسي نور.

څلورم: د خپلې ظاهري بڼې پر شرعي طريقه باندې د جوړولو لپاره پوره هڅه وکړئ، د ادابو د رعايت خيال وساتئ، همدا ډول د ښو اخلاقو لپاره دومره کوشش وکړئ تر څو د دې لارې پېشوايان جوړ شی.

په الله قسم کوم! زه په تاسو باندې په دې خبره نه وېرېږم، چې تاسو به لوږه او مسکنت وځپي؛ بلکې په دې درباندې وېرېږم، چې تاسو به د دغه لوی نعمت قدرداني ونه کړی، که تاسو د دې لوى نعمت، چې علم دی درنښت وکړی او په لاسته راوړلو يې شکر وباسی؛ نو ستاسو استعداد او علم به څو برابره شي؛ ځکه الله په قرآنکريم کې فرمایي:

لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ

ژباړه : بېشکه که چیرې تاسو (د الله په نعمتونو) شکر وباسی؛ نو زه به (نعمتونه) خامخا در زيات کړم او که تاسو ناشکري وکړئ؛ نو بېشکه زما عذاب ډېر سخت دئ.

که تاسو په خپل ځان کې صلاحيت او استعداد پيدا نه کړ، کوشش مو و نه کړ؛ نو تاسو پوه شئ، چې هيڅ کار به ونه شي او نه به تاسو په دنيا کې هم څه وکړی.

په پاى کې یوځل بيا په څرګند ډول تاسو ته وايم! چې د علم حاصلولو موخې او اهداف وپېژنئ او د ټولو اهدافو د جود په پوره والي سره په پوره زور او استعداد سره په درس ويلو بوخت شئ. که چیرې مو داسې وکړل؛ نو په دغه وخت کې کامياب او موفق کېدلی شئ، هيڅ ليرې خبره نه دهو چې برياليتوب او نيک مرغي به ستاسو پښې در موچو کړي او يوه ورځ به د الله په وړاندې سر لوړي ولاړ واست.

وآخردعوانا ان الحمد لله رب العالمين

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *