کونړ: د بې پیلوټه الوتکې په هوایي بریدونو کې ۱۴ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

کونړ: د بې پیلوټه الوتکې په هوایي بریدونو کې ۱۴ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي

د راپورونو له مخې، تېره شپه کونړ کې د بې پیلوټه الوتکې په هوایي بریدونو کې د داعش وسله والو ۱۴ تنه وژل شوي دي

له ختیځ زون څخه د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن ”شیرین اقا فقیري“ امریکا غږ ته ویلي، تېره شپه د کونړ په دوو ولسوالیو څوکۍ او ماڼوګي کې د بې پیلوټه هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۴ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي

نوموړی وایي، په دغو هوایي بریدونو کې د داعش وسله والو هغه مرکزونه په نښه شوي چې دیوه ګل او کوړنګل سیمو کې موجود وو

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند ”فرید الله دهقان“ بریدونه تائیدوي او وایي، ۸ تنه داعش وسله وال د څوکۍ ولسوالۍ اړوند دیوه ګل سیمه کې او ۶ تنه یې د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند کوړنګل سیمه کې وژل شوي دي

د کونړ په ځینو سیمو کې داعش وسله وال اوس هم فعالیت کوي چې ډېر زور یې د وسله والو طالبانو پر وړاندې بایللی دی، ځکه سږ کال داعش وسله وال د وسله والو طالبانو د بریدونو له امله په یاد ولایت کې یا خو ووژل شول او یا لږ تر لږه د دغه ولایت پرېښودو ته مجبور شول

د یادې مرګ ژوبلې په اړه د داعش وسله والې ترهګرې ډلې رسمي ادرس ”اعماق“ څه نه دي ویلي

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *