د کاسا زر پروژې کلنۍ غونډه دمګړۍ د قزاقستان پلازمېنه ”الماتا“ کې روانه ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اقتصاد خبرونه

د کاسا زر پروژې کلنۍ غونډه دمګړۍ د قزاقستان پلازمېنه ”الماتا“ کې روانه ده – افغان وطن

د رسنیزو خبري سرچینو له مخې، دمګړۍ د قزاقستان په پلازمېنه ”الماتا“ کې د کاسا زر پروژې کلنۍ غونډه روانه او د افغانستان استازیتوب د اوبو او برېښنا سرپرست او مرستیال انجنیر ”محمدګل خلمي“ په غاړه لري

کاسا زر پروژه د برېښنا د لېږد پروژه ده او څلور هیوادونه قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان یې برخوال دي چې دغه برېښنا به د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کیږي

په ننې غونډه کې د یادو څلورو برخوالو هیوادونو استازو سر بېره د امریکا د پراختیایي ادارې استازو او نورو اړوندو موسیساتو او استازیو ګډون کړی دی

ویل کیږي دغه غونډه به دوه ورځې دوام وکړي او د یادې پروژې د پرمختګ او ستونزو په اړه به خبرې اترې وشي

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *