د کربلا له پېښې، موږ څه زده کوو؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

د کربلا له پېښې، موږ څه زده کوو؟ – افغان وطن

لیکوال: خامل وردګ

زموږ مبارزه، تعارف او توجېه یې:
_________________________

د اسلام په تاریخ کې چې هر وخت، روحانیت او سیاست، له یو نسل نه و بل ته، د لیاقت او وړتیا نه؛ بلکې د میراثي او خانداني ملحوظاتو په بنیاد نقل شوي؛ نو بلا ډېرې عقیدوي، اخلاقي، عملي، سیاسي او اجتماعي ستونزې یې زېږولې! د ما په قاصر فکر، د دې وجه ښایي دا وي چې، د هرې معاشرې د وجود، دوه لوی مظاهر وي: انفرادي او اجتماعي، چې بیایې حکومت(سیاسي تسلط) د اجتماعي رهبرۍ، سرپرستۍ او بهبود، او روحانیت په انفرادي لحاظ، د هغې د اصلاح، ارشاد او لارښوونې کفیل او سرپرست وي؛ نو هر کله چې دا دوه کفالته، نا اهله اشخاصو ترلاسه کړي، طبعي ده چې امت خود بخوده، له مذکورو ستونزو سره مخ شوی، چې د دې حالت د مقابلې او سمون لپاره بیا ډېرې وینې او خولې توی شوې! د ډېرو علمي، سیاسي، انقلابي او جهادي هستیو استعدادونه پرې خاورې شوي، چې د موږ تاریخ یې ټولې قربانۍ او کارنامې پخپله حافظه کې ساتلې.

د دې امت د اجتماعي بېړۍ د نجات، سیاسي سمون او انقلاب، د رهبرانو او اتلانو د فهرست په سر کې، د موږ د محبوب، سیاسي او انقلابي پیغمبر_علیه اسلام_ د جلالي او انقلابي لمسي حضرت حسین او د هغه د والد ګرامي نومونه قرار لري! (رضی اللّه عنهما)

ښایي د تاریخ ځینې غبي او لنډ فکره لوستونکي، د دوی دواړو سیاسي سر ګرمۍ او تحرکات هم، د خپل وخت د چټلو سیاسي لېډرانو په هغو، ور قیاس کړي؛ خو بالکل داسې نده! د دې دواړو هستیو، د دیني فهم او شعور، سیاسي ځراکت او ټولنپوهنې مستوی’ دومره جګه وه! دومره جګه وه! چې د هغې په رڼا کې د هغوی د سیاسي تحرکاتو مثبته توجیه کول، د هر چا کار ندی!

اصلآ خبره داده چې، د دې ابدي امت اجتماعي او سیاسي رهبري، هغه ارزښتناک الهي امانت دی چې په هکله یې هم په تشریعي او هم په تکویني لحاظ، اللّه تعالی د ډېر غیرت رویه او طریقه اختیار کړې: د پخوانیو ادیانو بر عکس، په ټوله کې اسلام د حاکمانه مزاج لرونکی دی! که یو څوک د اسلام دین په ژوره توګه مطالعه کړي نو پوی به شي چې بیخي ډېېېر احکام یې تر صالح او متدیِّن سیاسي رهبریت او نظام پورې مربوط دي او د همدې نظام د عدم په صورت کې بیا، همدا مبلَغ احکام بالکل معطل او بېکاره!

همداراز که له تکویني پلوه هم متوجې شو نو له پیله بیا ترننه پورې هیڅ زماني مقطع داسې نشته چې، هلته دې د همدې امانت په سر کومه خدایي ډله د ابلیس له زامنو سره په جنګ نه وي. اللّه تعالی د همدې ضرورت له مخې دا ځمکه له همداسې ډلې نه، خالي نه پرېږدي! که یوه ډله خپل مسیر پرېږدي او بېلارې شي؛ نو ځای به یې حتمآ په بله هغه ډکیږي! خپل همدې تکویني قانون ته اللّه تعالی داسې اشاره کړې: یاایها الذین آمنوا من یّرتدَّ منکم عن دینه فسوف یأتی اللّهُ بقومٍ یُّحبهم و یحبونه اذلَّةٍ علی المؤمنین و اعزَّةٍ علی الکافربن یجاهدون فی سبیل اللّه و لایخافون لومة لائم…مائده.۵۴

د همدې الهي امانت په سر، د باطل په وړاندې همدا ابدي مزاحمت او کشمکش، د موږ پیغمبر _علیه السلام _ هم، پخپلو ډېرو ارشاداتو کې ستایلی: الجهاد ماضٍ الی یوم القیامة!
او تر دې هم واضح: (د ما په امت کې به داسې یوه ډله خامخا وي، چې تر قیامته به د اللّه په دین باندې جنګیږي)

همدا الهي مراد و چې د نازولي حُسین_رضی اللّه عنه_ حَسین او پوست بدن یې په لاره کې قربان شو! ده پخپلو وینو تر قیامته پورې، د خپل تحریک لارویانو ته د لارې مشال بل کړ! دې مردِ میدان د خپلې آسمان څکې ارادې او عزم په مټ وکړای شول چې د جهاد په فلسفه او د صالح اسلامي نظام په اهمیت باندې یو ځل بیا، د خلکو سر ور خلاص او د یزیدیت لارویانو ته ثابته کړي چې دومره ساده یې مه بولئ! داسې مه انګېرئ چې دا منصب دې دومره بې ارزښته او تیاره ګوله وي چې هر چا خولې ته کړه؛ نو بس هضم یې کړه؛ … بلکې دا هغه ارزښتناک مذهبي ملکیت دی چې پدې امت کې به یې هر وخت، حقیقي وارثین او د پوښتنې یو څوک خامخا موجود وي…!

تر ننه پورې مسلسلې جهادي سلسلې ته په کتو، دا ویل بالکل پځای دي چې، حُسیني وینې هدر شوې ندي! او موږ په یقین سره دا وایو چې د صدقهء جاریې د قانون له مخې، دا نن هم د هر برحقه مجاهد په هر څاڅکي وینه کې د موږ د دې نازولي امام ثوابونه او اجرونه موجود دي.

دې پورتنیو حقایقو ته په پام، د ننیو متعهدو جهادي جریاناتو__خصوصآ د موږ د ‘امارت__مثبته توجېه او راسته تحلیل، خورا ډېر آسانه کیږي؛ خو که د یوچا په سترګو د تعصب پردې، په زړونو د شقاوت ټاپې او په اذهانو د غربي دجّالي تبلیغاتو غبار پروت نه وي!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *