ایران: یوې ترافیکي پېښې ۱۹ کسان وژلي او ۲۷ کسان یې ټپیان کړي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

ایران: یوې ترافیکي پېښې ۱۹ کسان وژلي او ۲۷ کسان یې ټپیان کړي – افغان وطن

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې اصفهان ولایت کې یو مسافر وړونکي بس د تېلو له ټانکر سره ټکر کړی دی چې له امله یې ګڼه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده

ویل کیږي دغه بس د ایران له پلازمېنې تهران څخه کرمان ښار ته روان و، چې د اصفهان ولایت په مربوطاتو کې د تېلو له یو ټانکر سره وجنګېدی او وروسته یې اور واخیست

سیمه ییزې سرچینې وایي، د یادې پېښې لامل نامالوم دی خو په پېښه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۷ کسان نور بیا ټپیان دي چې د ژغورنې ټیم نږدې روغتون انتقال کړي دي

د پېښې عیني شاهدان وایي، مسافر وړونکی بس له ټانکر سره تر ټکر کېدو وروسته بې کنټروله شو چې وروسته یې اور واخیست

د پېښې په اړه تحقیفات روان دي

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *