عمران خان: افغان او بنګال مهاجرو ته پاکستاني شناختي ورکوم – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

عمران خان: افغان او بنګال مهاجرو ته پاکستاني شناختي ورکوم – افغان وطن

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تیره ورځ په کراچۍ ښار کې یوې لویې غونډې ته په خپلې وینا کې وویل چې دی به په پاکستان کې میشت افغان او بنګالي مهاجرینو ته د دغه هیواد تابعیت (شناختي کارډ) جوړ کړي

عمران خان وویل چې دی به هغو مهاجرینو ته چې په پاکستان کې پیدا شوي او لوی شوي وي شناختي کارډونه ورکړي

نوموړي وویل چې په نړۍ کې دا قانون ده چې په کوم هیواد کې ماشوم وزیږیږي د هغه هیواد تابیعیت ورکول کیږي نو بیا ولې په پاکستان کې مهاجرین بې برخې ساتل شوي دي

عمران خان وایي، چې په کراچۍ ښار کې شاوخوا ۲۵۰ زره بنګالي مهاجرین او په لکهونو افغانان اوسیږي خو دوی محروم ساتل شوي دي

د ده په خبره چې کله انسانان محروم وساتل شي نو بیا هر رنګ جنایتونو ته مخه کوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې په وینا اوس شاخوا یو نیم میلیون رجسټرډ افغانان په پاکستان کې اوسیږي خو د پاکستان حکومت بیا وایي چې د غیر رجسټر افغان مهاجرینو په شمول په دغه هیواد کې شاوخوا درې تر څلورو میلیونو افغانان ژوند کوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *