افغان حکومت له نن څخه په دریو ایراني توکو بندیز ولګاوو – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

افغان حکومت له نن څخه په دریو ایراني توکو بندیز ولګاوو – افغان وطن

د بي، بي، سي د خبر له مخې، افغان حکومت له نن څخه په دریو ایراني توکو بندیز لګولی دی او نه غواړي دغه هیواد ته صادر شي

د ایران د سوداګرۍ خونې یو تن غړي ”علي شریعتي“ رسنیو ته ویلي، د افغان حکومت دغه بندیز د امریکا له هغو اقتصادي بندیزونو سره تړاو لري چې ایران باندې یې لګولي دي

د ټرمپ بندیزونه به ایران له کومو ستونزو سره مخ کړي؟ / انځوریز راپور

فایننشیال ټریبیون ایرانۍ ورځپاڼې لیکلي، افغان حکومت په دریو ایراني توکو بندیز لګولی او هغه د تېلو د محصول اړوند توکي، سیمټ اوسپنه، کاشي او سرامیک دي

شریعتي زیاته کړه، افغاني چارواکو ټولو سوداګرو ته ویلي، چې دې خبرداري ته جدي پاملرنه وکړي او په دې برخه کې له ټولو ایراني سوداګرو خپلې معاملې تصفیه کاندي

شریعتي همدا راز ویلي، افغان حکومت خپلو سوداګرو ته دا هم ویلي، هغه توکي چې له خبرداري د مخه یې پېرلي ژر تر ژره دې هیواد ته راورسوي

خو افغان حکومت په دې اړوند تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی، چې ایا دا بندیزونه یې د امریکا له هغو بندیزونو سره چې امریکا یې پر ایران لګوي تړاو لري او که نه؟

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *