په ۲۷ کلیساوو کې پر ۳۶۷۷ ماشومانو جنسي تیری شوی/ راپور – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه سيمه او نړۍ

په ۲۷ کلیساوو کې پر ۳۶۷۷ ماشومانو جنسي تیری شوی/ راپور – افغان وطن

د جرمني دریو پوهنتونونو د ﮐﺎﺗﻮﻟﯿﮑﯥ ﮐﻠﯿﺴﺎوو په اړه هغه پټ اسناد د رسنیو له لارې خپاره کړل چې له مخه یې د ۱۹۴۶ ﺍﻭ ۲۰۱۴ ﮐﻠﻮﻧﻮ تر منځ پرې څیړنه شوې ده.

په رپوټ کې راغلي چې د جرمني دیر شپیګل کې د د کلیسا ۱۶۷۰ ﮐﺸﯿﺸﺎﻧﻮ پر ۳۶۷۷ ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ جنسي تیری کړی دی، چې د کلیسا ویاند یې د رپوټ د پایلو له کبله مازې خجالتي احساس کړې ده.

د جرمنې دې دریو پوهنتونونو چې د ۲۷ کلیساوو ۳۸ زره دوسیې څیړلې دی، دې پایلې ته رسیدلي چې د کوتولیکي کلیساوو ۱۶۷۰ کشیشیانو پر ۳۶۷۷ ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ جنسي تیری کړی دی.

دوی وایي ”شاید دا جنسي تیري د څیړل شویو اسنادو په پرتله ډیر وي، ځکه ﭼﯥ ډﯦﺮﯼ ﺍﺳﻨﺎﺩ ترې پټ ﺳﺎﺗﻞ ﺷﻮﻱ ﺩﻱ“.

د اسنادو څیړونکي وایي چې د دوی د څیړنې له مخې یوازې په کلیساوو کې د ۳۸ سلنه جنسي تیری کوونکو دوسیې څیړل شوي دي چې یوازې تأدیبي سازه ورکړل شویده او بس.

د څیړنې له مخې اکثر هغه کسان چې جنسي تیری پرې شوی ماشومان دي او عمرونه یې ۱۳ کاله او یا له دې کم ښودل شوي دي.

د کاتولیکي کلیسا کشیش ”سټیفن اکرمان“ ویلي:
موږ ته د هغو جنسي تیریو کچه معلومیږي چې رپوټ په ډاګه کړي او د خجالت احساس کوو.

دی واړندې وایي ” د دې رپوټ هدف زموږ په کلیسا کې پر تیاره اړخ رڼا اچول دي، نه دا چې د زیانمنو شویو لپاره انصاف وي، دا ټول د دې لپاره چې دا تیروتنې بیا تکرار نشي”.

اکرمان زیاتوي ، رپوټ مخکې له دې چې کلیسا یې په خپله اعلان کړي د رسنیو له لوري افشا شوی او نشر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه وخت مخکې د هالینډ په هیواد کې د کلیسا د مذهبي مشرانو لخوا پر ماشومانو د جنسې تیري راپورونه ورکړل شوي وو، چې په څنګ کې د امریکا د پنسلوانیا ایالت سترې محکمې یو راپور خپور کړ چې ورکې د کلیسا ۳۰۰ مذهبي مشرانو لخوا پر ۱۰۰۰ ماشومانو د جنسي تیري اسناد و او راپور دا هم لیکلي وو چې پر ماشومانو جنسي تیري کونکې د هغوی روزونکي هم وو.

آرمل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *