موبایل کارونکو ته ۱۰ اړینې سپارښتنې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
ټکنالوجي خبرونه

موبایل کارونکو ته ۱۰ اړینې سپارښتنې – افغان وطن

د ژوند له مهمو اړتیاوو څخه یو هم موبایل دی، موبایل په انساني ژوند کې خورا ډیر تغیرات راوستي دي.

نن ورځ چې ټکنالوژۍ پرمختګ وکړ؛ نو دا دی ورسره یې له برکته د نړۍ زیات شمیر وګړي د ټیلیفون له اسانتیاوو هم برخمن شول؛ خو دا چې موږ مبایل څنګه په ښه توګه وکاروو؟ نو اړینه ده، چې لاندې لس اړینې سپارښتنې د مبایل هر کارونکی په یاد ولري.

د سمارټ تلیفونانو زیات استعمال د ځوانانو لپاره څومره خطرناکه دی؟ – افغان وطن*
سامسنګ شرکت ۵۱۲ جي بي محافظه (اسټوریج) لرونکی نوټ ۹ تلیفون جوړ کړی*

۱: موږ باید ځان ته دا معلومه کړو، کوم چاته، چې زنګ کوو ایا د هغه د کار وخت خو به نه وي؟ که چیرته د هغه د کار وخت وو؛ نو کوښښ وکړئ،چې ورته د کار په وخت زنګ ونه وهئ، تر څو د هغه په کارونو کې خلل نه شئ او د هغه د کار د شاتګ لامل ونه ګرځئ.

۲: هغه وخت چې موږ په کنفرانس، مجلس، ټولګي، رسټورانټ او دا ډول نورو مهمو غونډو کې ناست وو بایده دي، چې زموږ مبایل سکوت (Silent) وي، په دې سره به مو د نورو ګډون والو د مزاحمت مخه نیولې وي؛ البته که زنګ مهم وي، نو بیا یې باید د لنډ لیکلي پیغام له لارې پوه کړو، چې په کنفرانس، یا ټولګي کې یوو.

۳: کله چې خبرې کوو، باید موږ خپل غږ ته پام وکړو، چې نه په ډیر ټیټ او نه په ډیر لوړ اواز خبرې وکړو او نه هم بد او ستړی کوونکی غږ وباسوو.

۴: که موږ د کار ځای او یا د دفتر له خوا چاته زنګ وهو؛ نو بایده دي، چې خبرې مو لنډې او واضحې پیل کړو، لکه سلام سهار مو په خیر، احمد د ایس شرکت د مارکیټنګ له څانګې نه زحمت درکوم، او له هغې وروسته دستي په اړینو مسایلو خبرې وکړو.

۵: کوم چا ته د ټیلیفون کولو نه وړاندې موږ باید لومړی په هغه څه فکر وکړو، چې څه غواړو او هغه ته یې وایو، تر څو وکولای شو، چې مقابل کس په لنډ ډول پوه کړو.

۶: کله چې موږ په یو مهم ځای او یا کوم اړین کار کې یاستو او نشو کولای، چې ټیلیفون ته ځواب ورکړو؛ نو اړینه ده چې په ښکلو الفاظو کې د لنډ لیکلي پیغام له لارې هغه ته ځواب ورکړو.

۷: هغه مهال، چې موږ په ټيلیفون باندې خبرې کوو اړینه ده، چې زموږ ټول پام د مقابل شخص خبرو ته وي، مانا دا چې د نورو سره له خبرو، مطالعې، خوراک او دې ته ورته نورو کارونو څخه د زنګ پر مهال ډډه وکړو.

۸: په ټیلیفون کې د ډيرو او بې ځایه کیسو څخه باید ډډه وکړو، هڅه وکړو چې مقابل شخص په لنډو جملو پوه کړو، تر څو مو وخت او پیسې بیځایه نه وي مصرف کړي.

همدا ډول د خبرو په وخت کې زموږ شاوخوا خلکو ته اجازه ور نه کړو، چې خبرې مو پرې کړي، هغوي د لاس په حرکاتو پوه کړو، چې بیا به خبرې وکړو.

۹: هغه مهال، چې موږ کوم ناپیژنده کس ته زنګ ووهو؛ نو بایده دي، چې په لومړی قدم کې خپل ځان ورته معرفي کړو، ورپسې په نورو اړینو مسایلو خبرې وکړو.

۱۰: کله که موږ ته د کوم ناپيژنده شخص زنګ راشي؛ نو وړاندې له دې چې ورسره نور بحث وکړو، باید لومړی قدم کې ترې د نوم او ځای پوښتنه وکړو او بیا ورسره نورې خبرې وکړو.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *