اسلام او عقلانیزم: ورستۍ ’۶‘ برخه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اسلام

اسلام او عقلانیزم: ورستۍ ’۶‘ برخه – افغان وطن

لیکوال:ملاحبیب اللّه ”مؤذن“
______________________________

له اللّه تعالی سره د عشق معامله:

ښایي له چاسره دا پوښتنه پیداشي چې، د دین د احکامو په وړاندې او له خپل خالق سره، د معاملې په هکله د بنده لپاره، څنګه موقف نیول په کار دي؟ د دې پوښتنې له ځوابولو نه مخکې یو تمهیدي مثال ته ځیرشئ: په روزمره ژوند کې، موږ او تاسې نږدې د هرو دوو انسانانو تر منځ د تعامل دوه ډولونه مشاهده کوو:
۱-چې دواړه جانبین د عمر،علم،کمال او ټولو بشري ښیګڼو په لحاظ سره برابر وي؛ نو په دې صورت کې چې کله هر یو هغه بل ته، د یو کار د کولو اویا پریښودلو خبره کوي؛ نو تر بې واره عملي کولو مخکې یې، د راز او مصلحت پوښتنه مطرح کوي. دا رویه خپله ددې ښکا رندوی ده چې دوی دواړه یوبل ته هیڅ احترام،تعظیم اومحبت نه لري.

خو د دې دواړو په خلاف بل خوا داسې دوه کسان هم وینو چې، په مذکورو فضائلو کې سره یو رنګ نه وي، د دوی د تعامل طرز، کاملاً د طاعت او انقیاد وي. او هغه داسې چې هر کله د کمال په لحاظ لمړی درجه کس خپل ماتحت ته، د کوم کار د کولو ووایي؛ نو بې واره یې په عملي کولو لاس پورې کوي او له هیڅ کیفیت نه یې هم دا نشې اخستای چې ګواکې دی، د دې کار د مصلحت په اړه په څه تردد کې ښکیل دی او د پوښتنې خو یې هغه د چا خبره هډو سوال هم نه پیدا کیږي.

او دا ځکه چې لاندې کس د لومړي هغه په پوهه، تجربه، علم او خیر خواهۍ باندې پوره باور او اطمنان لري او زړه یې د ده له بیدریغه تعظیم اومحبت څخه ډک دی چې په حقیقت کې یې همدا ځان سپارل د همدې عشقي تعلق مظهر او دلیل دی.

نو الله تعالی هم، له خپلو بنده ګانو نه دوهم ډول معامله غواړي چې د (والذین آمنوا أشد حباً لله) په څیر یې، ډیر شرعي نصوص د دلیل کا ورکوی شي.

صحابه کرام “رضوان الله علیهم اجمعین”چې د دین معیار او عملي نمونې وې، له اللّه تعالی سره یې د تعلق نوعیت، د عشق اوعقل امتزاجي رنګ درلود او له همدې دوه ګونو عنا صرو څخه ترکیب شوی امتزاجي تعلق، اصلآ د اسلام په اعتدال پسنده دین کې مطلوب هم دی.

اسلام او عقلانيزم: / لومړۍ برخه
اسلام او عقلانيزم: / دوهمه برخه
اسلام او عقلانيزم: / دریمه برخه
اسلام او عقلانيزم: / څلورمه برخه
اسلام او عقلانيزم: / پنځمه برخه

لکه څنګه چې په مجازي دنیا کې، د وچ عقلي او رسمي تعلق په نسبت، عشقي هغه، طالب و مطلوب ته ډیر نژ دې کوي؛ نو همداسې د مطلوبِ حقیقي سره هم د تعلق د دې دوه ګونو طریقو حال دی؛ ځکه هم صحابهِ کرام رضوان اللّه علیهم، د همدې خاص تعلق له برکته، سر تر پښو پورې بې چون او چرا د طاعت سمبول اوبالآخره د الهي تقرُّب په اعلی درجو باندې فائز ول! دا چې د ټولو علومو مبدأ، د اللّه تعالی ذات دی؛ نو دوی هم هر یو د خپل تقرب او استعداد په تناسب د دین راز دار، له اسرارو آګاه او د دین په احکامو باندې د کامل بصیرت په رڼا کې عاملین ول!

له اللّه تعالی سره د نوموړي تعلق یوه ستره ځانګړنه او نتیجه داده چې، همدا سړی به هر وخت د اللّه تعالی احکامو ته د لبیک په حال کې وي! د هر عمل په موقه به، بې له تردد او بې له شکه له پوره یقین سره، په عمل لاس پورې کوي او پدې توګه به ورځ تر بلې، د عملي اوج او عروج په لورې خپله لار لنډوي؛ خو د دې برعکس د چا چې له خپل رب سره، رسمي او له عشقي کیفه خالي او وچه رابطه وي او احکام یې د عقل په هنداره کې ارزوي؛ نو هغه به تل د تردد، شک او پریشانۍ په شش و پنج او همېشه به د عملي جمود او انحطاط سره مخامخ وي!

د بشریت په تاریخ کې د عمل په میدان کې د سترو کارنامو راز په همدې عشقي تعلق او کیفیت کې پروت دی! او د نوموړي میدان هرې عقل حیرانونکې شهکارۍ له همدې کیفیته سرچینه اخستې!

حکیم میری نواوؤن کا راز کیا جانی.
ورایِ عقل هیں اهل جنون کی تدبیریں.
[اقبالِ لاهوري]
(حکیم “عقل پرست “د ما په کارونو او خبرو باندې څه پوهیږي؛ ځکه چې د عاشقانو کار له عقل نه پورته دی).

بے خطر کود پڑا آتش نمرود میں،عشق.
عقل ھے محو ِتماشایےِ لبِ بام ابهی.
[اقبال]
(عشق بې له تردده او بې خطره، د نمرود اور ته ودانګل، خو عقل لا تراوسه پورې ځان آخوا دیخوا کوي!

عقلُ درشَرحشْ چو خر در ګِل بخُفت.
شرحِ عشقُ وعاشقی، هم عشقُ ګفت.
[مولایِ روم]
(عقل د عشق په پیژندلو کې، داسې ښویئږي لکه خر چې په خټو کې ښوئبږي! که د عشق پیژندل غواړې نو عاشق شه ځکه عشق په عشق پیژندل کیږي).

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *