په نړيواله توګه لټ خلک د کوم هیواد دي؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
ټکنالوجي خبرونه

په نړيواله توګه لټ خلک د کوم هیواد دي؟ – افغان وطن

نړیوال روغتیایي سازمان د هغه سروې لست رسنیز کړی دی، چې د یاد سازمان له لوري په دې وروستیو کې د لټو ملتونو (هغه ملتونه چې فزیکي فعال نه دي) په اړوند تر سره کړې.

په دغه لېست کې راغلي دي، چې د کویټ هیواد ۶۷ سلنه خلک تنبل دي، چې په نړیواله توګه د لټانو په قطار کې په لومړي مقام کې راغلي.

د یاد لست له مخې په دویم مقام کې د امریکا د سمووا جزیره راغلي، چې ورپسې په درېیم مقام کې سعودي او څلورم مقام عراق خپل کړی دی.

ام!! د ګوګل په لټون کې دغه شیان هیڅکله هم ونه وهئ – افغان وطن*

د غه څېړنې په پنځلسو کالونو کې په ۱.۹ میلیونه کسانو د نړۍ په ۱۶۸ هېوادونو کې تر سره شوې ده او د سروې په پایله کې یادې پایلې مخې ته راغلې.

بل لورې ته د هند یوې مشهورې ورځپاڼې انډیا ټایمز د WHO د څېړنې په حواله لیکلي دي، چې په ۱۶۸ هېوادونو کې هند بیا ۱۱۷ مقام خپل کړی دی.

د یادې سروې د لست په اساس د یوګانډا هیواد خلک د نړۍ تر ټولو متحرک خلک ښودل شوي دي او یوازې ۵،۵ سلنه وګړي یې فعال (متحرک) نه دي. ورپسې بیا په دویم نمبر کې د موزامبیک هیواد خلک راغلي دي.

دغه راز په رپوت کې دا هم ویل شوي، چې کافي فزیکي فعالیت نه کول په ذهني روغتیا منفي اغېر پرېباسي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *