د نړۍ تر ټولو زیات امن لرونکی هیواد کوم یو دی؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنگ خبرونه

د نړۍ تر ټولو زیات امن لرونکی هیواد کوم یو دی؟ – افغان وطن

دیوې مشهورې مجلې د څیړنې په اساس، چې د نړۍ د تر ټولو امن لرونکي هیواد په اړه یې تر سره کړې، په کې یې دا خبره ثابته کړي، چې د نړۍ تر ټولو خوندي او سوله ایز هیواد لیچینسټین ”Liechtenstein“ دی.

لیچینسټین هیواد د اتریش او سویزرلینډ هیوادنو ترمنځ موقعیت لري.

څیړنو په ډاګه کړې، چې په دغه کوچني هیواد کې جرمونه د نشتون په برابر دي.

په څیړنه کې ویل شوي؛ په یاد هیواد کې ډیر خلک د کور څخه د وتلو پر مهال دروازه نه تړي، مطلب دا چې کور دروازو ته قلف نه لګوي.

په دغه څیړنو کې تر ټولو عجیبه خبره دا ده، چې په دغه هیواد کې د ”وژنې“ قضيه د وروستي ځل لپاره لس کاله مخکې ثبت شوې او له هغې وروسته د وژنې په برخه کې کومه قضیه نه ده ثبت شوي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *