د کابل لپاره نوی امنیه قومندان جنرال ”سید محمد روشندل“ وټاکل شو – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د کابل لپاره نوی امنیه قومندان جنرال ”سید محمد روشندل“ وټاکل شو – افغان وطن

د کورنیو چارو وزارت یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، د کابل لپاره نوی امنیه قومندان جنرال ”سید محمد روشندل“ وټاکل شو

نوموړی وروسته تر هغه په یاده دنده ګومارل کیږي، چې د کابل امنیه قومندان، د امنیت رئیس او د ۱۱۱ فرقې قومندان له دندو ګوښه کړل شوي دي

روشندل تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو قطعاتو د رئیس ارکان په توګه دنده تر سره کوله

سرچینه زیاتوي، له دندو د ګوښه شويو چارواکو لامل په کابل کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په وړاندې پاته راتلل یاد شوي دي

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *