پژواک: پکتیکا کې د قومندان په ګډون ۷ تنه پولیس وسله والو طالبانو ته ورغلي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

پژواک: پکتیکا کې د قومندان په ګډون ۷ تنه پولیس وسله والو طالبانو ته ورغلي – افغان وطن

د پژواک خبري اژانس له قوله، پکتیکا وازیخوا ولسوالۍ کې د ځایي قومي مشرانو په منځګړیتوب د قومندان په ګډون ۷ تنه پولیس وسله والو طالبانو ته ورغلي دي

وسله والو طالبانو د خبر په تائید سربېره د ورغلیو پولیسو نومونه هم رسنیز کړي دي

وسله وال طالبان وایي، د خضرخېلو ورغلیو پولیسو ورسره ژمنه کړې چې له دې وروسته به د دوی پر خلاف جګړه کې هیڅکله برخه نه اخلي

د ورغلیو پولیسو نوملړ دا دی: (قومندان رحیم الله د ښایسته خان زوی، عبدالغني د قادر زوی، خان ګل د عطامحمد زوی، عبدالرحمن دحاجي قالي زوی، رحیم الله دمحراب زوی، عبدالاحد دموسی کلیم زوی، سمیع الله دمحمد یوسف زوی)

فاریاب: د قومندان په مشرۍ ۱۵ سرتیري د رېنجرو او وسلو سره طالبانو ته ورغلي

وسله والو طالبانو دغو پولیسو ته امن کارتونه هم ورکړي تر څو په کلیو کې ازادانه ولسي ژوند وکړي

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *