حوثي یاغیانو پر سعودي بل پلاستیکي توغندی توغولی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

حوثي یاغیانو پر سعودي بل پلاستیکي توغندی توغولی – افغان وطن

پرون ورځ د سپتمبر په ۶مه حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید کړی و، چې ګڼ شمیر خلک یې ټپیان کړي دي.

د سعودي عربستان پر نجران ښار حوثي یاغیانو د یمن د صعدې ښار څخه د بالستیک توغندي برید کړی دی خو مخه یې نیول شوې او په هوا کې شنډ کړل شوی.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف ویلي، برید وړمه شپه شوی دي چې د سعودي دافع هوا ځواک توغندی تثبیت کړی او شنډ کړی دی.

سعودي: چورلکې سقوط کړی، ورکې یو امریکایي پیلوټ مړ شوی دی – افغان وطن

یاد ایتلاف دا هم ویلي چې د توغندي له شنډیدو سره سم د توغندي په پرچو سره چې د نجران پر ښار لویدلي ۳۷ تنه ټپیان کړي چې ۱۴ تنه یې برسیرن ټپیان له روغتون څخه په هغه مهال خارج شوي او پاتې ۲۴ تنه تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

ایتلاف زیاتوي، د توغندي په پرچو سره د ځاني زیان تر څنګ مالي زیانونه هم اوښتي چې د توغندي په دې پرچو سره ۱۹ موټر او ۱۵ کورونه ویجاړ شوي دي.
سعودي: ښځو د موټر غلا ته لاس واچولو – افغان وطن

د سعودي عربستان د ایتلاف مشر ترکي المالکي وایي، د حوثي یاغیانو لخوا د صعدې ښار څخه په نجران ښار د توغندي له برید سره سم د سعودي عربستان د دافع هوا ځواکونو توغندی تثبیت کړی او شنډ کړی چې د توغندي په پرچو سره ۳۷ تنه ټپیان شوي دي.

هیره دې نه وي چې د حوثي یاغیانو لخوا پر یمن له کودتا وروسته پر سعودي عربستان ۱۸۹ توغندي ویشتلي دي چې په ترس کې یې ۱۱۲ تنه وژل شوي او سلګونو نور ټپیان شوي دي او ډیری توغندي له هدف لګیدلو مخکې شنډ کړل شوي دي.

آرمل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *