امریکا: په یوه تجارتي مرکز کې وسله وال برید شوی، له امله یې ۴ کسان وژل شوي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

امریکا: په یوه تجارتي مرکز کې وسله وال برید شوی، له امله یې ۴ کسان وژل شوي – افغان وطن

د امریکا د اوهاویو ایالت سیمه ییز پولس وایي، یو تن وسله وال برید کونکي د ”ففت ټریډ“ بانک اړوند یوې ودانۍ ته له ننوتو سره سم په مېشتو خلکو ډزې وکړې چې له امله یې د برید کونکي په ګډون څلور کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي

د خبر په اساس، دغه پېښه تېره ورځ د اوهایو د ”سینسیناټي“ د ”والنټ“ پر سړک رامنځته شوې ده

د ځایي پولیسو په وینا، برید کونکی له برید وروسته د پولیسو افسرانو ویشتلی دی، چې روغتیایي حالت یې خطرناک دی

د cnn تلوېزیون د راپور په استناد، برید کونکی هم وژل شوی دی، خو د برید موخه یې تر دا مهاله نه ده مالومه شوې

رویټرز خبري اژانس وایي، عیني شاهدانو ورته د لسو څخه د زیاتو ډزو اورېدو راپور ورکړی دی، دمګړۍ سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده ده او په اړه یې پلټنې جریان لري، تر دا مهاله د برید کونکي هویت هم نه دی مالوم شوی

خو ځایي پولیسو ویلي، چې برید د عمر پریز په نامه د یو تن ۲۹ کلن لخوا تر سره شوی دی

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

1 څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *