د ټرمپ او سپینې ماڼۍ په اړه نوی کتاب چاپ شوی، چې ناندرۍ یې زیږولې دي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

د ټرمپ او سپینې ماڼۍ په اړه نوی کتاب چاپ شوی، چې ناندرۍ یې زیږولې دي – افغان وطن

په امریکا کې یو کتاب چاپ شوی دي چې د ټرمپ او سپینې ماڼۍ په اړه پکې سپینې خبرې لیکل شوي له امله یې بې ساري جنجالونه زیږول شوي دي.

د دې کتاب بعضې برخې د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې د یو نامتو چلونکي ”باب ود وارد“ لخوا خپرې شوي هم دي.

په دې کتاب کې چې په امریکا کې نوي ناندرۍ پیل کړي لیکل شوي ”په سپیڼه ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ او د هغه د سلاکارانو تر منځ جدي اختلاف شتون لري“.

یاد کتاب د ټرمپ د ژوند لیکونکي پخواني مدیر ”رینس پرېبوس“ له خولې لیکلي ”په سپینه ماڼۍ کې  یو زیات شمیر چارواکي یو بل تخریبوي“.

یاد کتاب چې ۴۴۸ صفحې لري له ډیرو پټو خبرو پرده پورته کړې ده، پدې کتاب کې شته چې ټرمپ د عادلیې موجوده وزیر ”جیف سشن“ ته د ذهني او روحي ناروغ خطاب کړی دی او نوموړي وزیر ته یې د جنوبي لوده کلمه هم  کارولې ده.

په دې کتاب کې دا هم لیکل شوي دي چې ټرمپ د تجارت وزیر ویلبور روس ته مخامخ ویلي:
”په تا هیڅ باور او اعتماد نلرم، له دینه وروسته نه غواړم  چې ته په غونډو او مذاکراتو کې ګډون وکړې“.

کتاب دا خبره هم لیکلې ده چې کله په ۲۰۱۷م کال کې، په سوریه کې د اسد د رژیم لخوا کمیاوې وسلې وکارول شوې؛ نو هغه مهال ټرمپ وویل ”دا لعنتي قاتل  ووژنئ، سوریې ته داخل شئ او دا ټول  ووژنئ“.

کتاب دا هم لیکلي چې په ۲۰۱۷م کال د جولای په میاشت کې ټرمپ د ملي امنیت د شورا غونډې ته په وینا په تونده لهجه داسې هم ویلي وو چې” د افغانستان په جګړه کې بوخت امریکايي سرتیري ستاسې نه ډیره کاري وړتیا لري، مونږ او تاسې دلته څه کوو؟ نور څومره امریکايي سرتیري به په افغانستان کې ژوند د لاسه ورکوي، د دې جګړې برخلیک به څه کیږي؟“.

د کتاب لیکوال ویلي دي چې د ټرمپ اداره ډیرې زیاتې خپلمنځي ستونزې لري.

لیکوال زیاتوي چې حتا ټرمپ په بعضو مواردو کې خپلو مرستیالانو ته ښکنځلې هم کوي.

یاد کتاب چې د سپتمبر په ۱۱ نیټه به بازار ته وړاندې شي د سپینې ماڼۍ توند غبرګونونه پارولي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، چې په یاد کتاب کې ذکر شوې مسئلې یو هم حقیقت نه لري، دا جوړې شوي کیسې دي، دا کتاب له غلطیو ډک دی.

د سپینې ماڼۍ ویانده زیاتوي چې په یاد کتاب کې د هغو چارواکو خبرو ته ځای ورکړل شوی دی چې له خپلو دندو جلا شوي او په قهر شوي دي.

ویانده دا هم وایي چې دا کتاب یواځې او یواځې د ټرمپ په ضد جوړ شوی دی او د ټرمپ ضد یې یوه دسیسه بللې ده.

هیره دې نه وي چې له دې وړاندې هم څو کتابونه لیکل شوي دي چې د ټرمپ او سپینې ماڼۍ بعضې پټ رازونه یې افشا کړي او د دوی غصه یې پارولي ده.

یو کتاب چې د مایکل واف په نامه یو تن امریکایي لوړ رتبه چارواکي د ” ټرمپ، اور او قهر” په نامه لییکلی دی چې د ټرمپ سخت غبرګون یې پارولی وو او د چاپ مطبعې ته یې یو لیک هم استولی وو.

بل کتاب چې د ” لېوانی (غیر نورمال) ټرمپ د سپینې ماڼۍ ننداره“ په نامه د ډونلډ ټرمپ یوې پوخوانۍ مرستیالې او د سپینې ماڼۍ د دفتر پخوانۍ مدیرې اماروسا مانیګولټ-نیمان لیکلی، په هغه کې د ټرمپ په اړه لیکل شوي چې ” ټرمپ مې په داسې حال کې ولید چې د پټو اسنادو یوه رسمي پاڼه یې په خوله وژووله او بیا یې ستوني تیره کړه“.

آرمل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *