پروان: د ۲۵۰۰۰ چرګانو په ظرفیت دوه ستر فارمونه پرانستل شول – افغان وطن ویبپاڼه
اقتصاد خبرونه

پروان: د ۲۵۰۰۰ چرګانو په ظرفیت دوه ستر فارمونه پرانستل شول

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کرنې او مالدارۍ وزارت وزیر ”نصیر احمد دراني“ لخوا په پروان کې د ۲۵۰۰۰ چرګانو ظرفیت لرونکي دوه ستر فارمونه پرانستل شول او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د یادو فارمونو د پرانستلو په مراسمو کې د پروان والي ”فضل الدین عیار“ او ګڼ شمېر دولتي چارواکو ګډون کړی وو

د کرنې او مالدارۍ وزیر په خپلو خبرو کې وویل، د خصوصي سکټور له مرستې علاوه زراعتي پراختیا او پرمختګ ناشونی دی؛ د کرنې وزارت د دوی په توسط غواړي، د زراعت او مالدارۍ په برخه کې لا پانګونه وکړي

یاد فارمونه په پرمختللي سستم سمبال دي او په اتوماتیک ډول چرګانو ته غذایي مواد رسوي

له دغو سترو فارمونو څخه به د کال ۴۸۰ مټریک ټنه غوښه تولیدیږي او ۲۴ کسانو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي

ویل کیږي دغه فارمونه د ۵۳ میلیون افغانیو په مالي لګښت رغول شوي دي

حبیب ښاد

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *