دا ځل د قوي حس لرونکي نوي الیکترونیکي پزه جوړه شوه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
ټکنالوجي خبرونه

دا ځل د قوي حس لرونکي نوي الیکترونیکي پزه جوړه شوه – افغان وطن

ساینسپوهانو دا ځل داسې الیترونیکي پزه جوړه کړې ده چې د سپي له شامه قوې څخه هم قوي حس لري.

دا پزه چې له نورو مصنوعي پزو او د سپي له شامه قوې څخه یې حس قوی دی ارزانه هم ده.

د سوېس د زوریخ ښار ETH/اي ټي ایچ انسټیټویټ د دې لپاره جوړه کړي چې دا پزه د زلزلې او نورو پیښو پر وخت وکولای شي هغه خلک چې تر خوارو لاندې دي د بیونې په مرسته ومومي او وژغوري.

د ”اي ټي ایچ“ انسټیټیوټ ساینسپوهانو ویلي چې پدې پزه کې یې دننه داسې سینسرونه کارولي چې بیلابیل مواد او مختلف قسم ترکیبونه لري.

دوی ویلي، کوم مواد او ترکیبونه چې دلته پدې پوزه کې استعمال شوي د انسان د بدن له کمیاوي اجزاو سره تړلي دي چې په مرسته یې کولای شو تر خاورو او کنډوالو لاندې کسان په ډیره اسانۍ سره معلوم کړو.

دې انسټیټیوټ پخوا داسې سینسرونه جوړ کړي ول چې ایسي تون، امونیاک او د انسان په بدن کې نور ډیر قسم مواد تشخیص کړي.

هیره دې نه وي، چې د سپي د شامه قوې حس دومره قوي دی چې تر ډیرو ژورو اوبو لاندې هم کولای شي، یو شی بوی کړي.

آرمل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *